اسلاماباد د طالبانو د مخالفو افغان ډلو د ملاتړ ادعاوې بېبنسټه وبللې

د پاکستان حکومت هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې اسلاماباد په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر ضد د جګړې لپاره افغان پخواني پوځیان او نورې مخالفې وسلهوالې ډلې تمویلوي او وسلې ورکوي.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څرګندونې بېبنسټه او د ناسمو معلوماتو خپرول بللي دي. وزارت ویلي، د پاکستان پوځي عملیات د هغو وسلهوالو ډلو پر ضد دي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې فعالیت کوي او د پاکستان امنیت ګواښي.
دغه وزارت دا هم رد کړې چې پاکستان دې په افغانستان کې د جګړې لپاره افغانان استخداموي یا د طالبانو مخالفو ډلو ملاتړ کوي. د وزارت په وینا، د ملګرو ملتونو د څارونکو ډلو په پرلهپسې راپورونو کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان، القاعدې او نورو وسلهوالو ډلو د حضور او فعالیت یادونه شوې ده.
اسلاماباد ادعا کوي چې د طالبانو حکومت دغو ډلو، په ځانګړي ډول ټيټيپي، ته پناه ورکړې او هغوی د افغانستان له خاورې په استفادې پر پاکستان بریدونه کوي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي، پر اسلاماباد د ملاتړ تورونه د طالبانو د حکومت پام له دې مسوولیته اړوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي.
خلیلزاد د جمعې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي وو چې د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته ښايي د افغانستان او پاکستان اړیکې لا ترینګلې شي چې پاکستان افغانان راټولوي او په وسلو یې سمبالوي. نوموړي ویلي وو چې ګڼ راپورونه ښيي اسلاماباد غواړي افغانانو ته وسلې ورکړي، څو په افغانستان کې د طالبانو پر ضد وجنګېږي.
د طالبانو حکومت تر دې مخکې پاکستان تورن کړی و چې د چترال په سیمه کې یې د طالبانو مخالفو وسلهوالو لپاره کمپونه جوړ کړي دي. د طالبانو چارواکو ادعا کړې وه چې د بدخشان د زیباک ولسوالۍ او د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په بریدونو کې یو شمېر وسلهوال د پاکستان له خاورې ورغلي وو.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخواني استاد نصرالله ستانکزي ویلي، پاکستان په تېر کې د افغانستان د بېلابېلو حکومتونو پر ضد د ډلو له مسلح کولو سره تړاو لرلی، نو دا احتمال نه شي ردولای چې اسلاماباد د طالبانو د فشار لاندې راوستلو لپاره د هغوی له مخالفانو سره مرسته وکړي. په ورته وخت کې، نیویارک ټایمز د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پاکستاني پوځي او استخباراتي چارواکو د طالبانو د مخالفو ډلو له مشرانو سره د مرستې پر لارو چارو خبرې کړې؛ خو ورځپاڼې ویلي چې د عملي اقدام وروستۍ پرېکړه لا نه ده روښانه.