د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

اوباما: په امریکايي ښارونو کې د مخپټو فډرالي مامورینو ځای پر ځای کول ناسم دي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ویلي چې د امریکا په سړکونو او ښارونو کې د مخپټو فډرالي مامورینو ځای پر ځای کول «بالکل غلط» کار دی.

اوباما دا څرګندونې د اوهایو ایالت په کلیولینډ کې د ډیموکراتانو د ټاکنیز کمپاین په یوه غونډه کې وکړې. نوموړي وویل، د امریکا د سرحدونو امنیت او کنټرول یوه جلا موضوع ده او په ښارونو کې د مخپټو پوځي ډوله مامورینو حضور ته اړتیا نه شته.

هغه د ټرمپ ادارې د کډوالۍ تګلارې هم ونیولې او دا څرګندونې یې د منځنۍ دورې ټاکنو په درشل کې د سناتورۍ له کاندید شیروډ براون او د والي له کاندیدې ایمي اکټن سره د ملاتړ په غونډه کې وکړې.

د امریکایي سرچینو د راپورونو له مخې، د ټرمپ ادارې په ځینو ایالتونو او ښارونو کې د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې، یا ICE، اړوند مخپټي فډرالي مامورین ځای پر ځای کړي دي. د راپورونو له مخې، د دغو مامورینو هدف د هغو بې‌اسناده کډوالو پېژندل، تعقیبول او نیول دي چې د قانوني پروسو له لارې د تېرېدو څخه ډډه کوي.