نړیوال بانک: وده روانه ده، خو د اوبو کمښت او ټیټ سرانه تولید لویې ستونزې دي

نړیوال بانک اټکل کوي چې د کرنیزو حاصلاتو د ښه کېدو له امله به د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۶ کال کې درې سلنه وده وکړي، خو د خلکو د عایداتو کمښت، د خوراکي توکو لوړې بیې او د اوبو د سرچینو کمېدل به پر کورنیو فشارونه لا زیات کړي.
د دغه بنسټ په تازه «افغانستان پراختیايي وضعیت تازهکتنه» کې ویل شوي چې د هېواد سرانه اقتصادي تولید په روان کال کې ۳.۳ سلنه کم شوی دی. د راپور له مخې، دا پرلهپسې درېیم کال دی چې د افغانستان سرانه تولید پکې راټیټېږي او د کار فرصتونو کمښت د خلکو د پېرلو توان کمزوری کړی دی.
راپور زیاتوي چې شاوخوا ۱۵.۹ میلیونه افغانان د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر او اکتوبر کې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ وو. نړیوال بانک وړاندوینه کړې چې اقتصادي وده به په ۲۰۲۷ کال کې ۳.۳ سلنې او په ۲۰۲۸ کال کې ۳.۵ سلنې ته ورسېږي؛ خو سره له دې، په ۲۰۲۸ کال کې به سرانه تولید د ۲۰۲۴ کال په پرتله نږدې اووه سلنه ټیټ وي.
د اوبو کمښت د راپور له مهمو اندېښنو څخه بلل شوی دی. نړیوال بانک وايي، افغانستان له ۲۰۰۳ کال راهیسې هر کال په منځني ډول شاوخوا ۴.۹ میلیارده متر مکعبه د خوږو اوبو زېرمې له لاسه ورکوي. په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو ایستل د دغو زېرمو د طبیعي بېرته ډکېدو له کچې نږدې څلور برابره زیات ښودل شوي دي.
د اوبو کمښت په ځانګړي ډول د کلیوالو سیمو پر معیشت اغېز کوي، ځکه کرنه د هېواد ۴۶ سلنه کاري ځواک په ځان کې رانغاړي او د اوبو د ټولو ایستلو ۹۵ سلنه برخه همدې سکتور ته ځانګړې شوې ده. راپور خبرداری ورکوي چې د حاصلاتو کمېدل، د سوداګریزو لارو ګډوډېدل، د افغان کډوالو پراخه راستنېدنه او د نړیوالو مرستو کمېدل د اقتصاد راتلونکی کمزوری کولی شي.
د دولتي عوایدو په برخه کې، نړیوال بانک وايي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان کورني عواید ۱۰.۲ سلنه زیات شوي دي. د کورنیو مالیاتو او غیرمالیاتي عوایدو لوړوالي د ګمرکي عوایدو کموالی جبران کړی، خو عامه پانګونه لا هم ټیټه ده او اټکل کېږي چې د روان مالي کال پراختیايي لګښتونه د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۱.۳ سلنې ته ورسېږي.
راپور وايي، له پاکستان سره د لارې له تړل کېدو وروسته د افغانستان نږدې ۹۷ سلنه واردات د منځنۍ آسیا او ایران له لارې ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۶ کال له اپرېل څخه تر سپټمبر پورې صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵.۱ سلنه کم شوي دي. نړیوال بانک د خوندي سوداګریزو لارو، د راستنېدونکو کډوالو په ډېرو منونکو ولایتونو کې د کارموندنې، ښځو او نجونو ته د زدهکړو او کار د فرصتونو، او د اوبو رسولو، حفظالصحې، اوبو لګولو او زېرمو د ساتنې د بنسټیزو خدمتونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.