افغانستان او ایران د اسلامکلا بندر د ۲۴ ساعته فعالیت او سوداګریزو اسانتیاوو هوکړه وکړه

افغانستان او ایران د ګمرکي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د اسانتیا او په سرحدي بندرونو کې د موټرو د تګ راتګ د زیاتولو لپاره پر یو لړ اقداماتو هوکړه کړې ده.
دا هوکړه په تهران کې د افغانستان د مالیې وزیر محمد ناصر آخوند او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر ډاکټر مدنيزاده ترمنځ په لیدنه کې شوې ده. د مالیې وزارت په وینا، دواړو لوریو د خپلو ګمرکي نظامونو پر نښلولو هم خبرې او توافق کړی دی.
د وزارت د څرګندونو له مخې، د اسلامکلا بندر ګمرکي فعالیتونه به د راتلونکې شنبې له ورځې ۲۴ ساعته شي. تمه ده چې د فعالیتونو دا پراختیا په دغه بندر کې د سوداګریزو مالونو او موټرو د پروسس بهیر ته زمینه برابره کړي.
په لیدنه کې په بندرونو کې د موټرو د ځنډېدو د ستونزې، د ګمرکي محصولاتو د ورکړې اړوند خنډونو چې د «خاکپولي» په نوم یاد شوي، او د قاچاقي توکو د مخنیوي په اړه هم بحث شوی دی. دواړو خواوو د دغو ستونزو د حل پر اړتیا ټینګار کړی دی.
افغان او ایراني چارواکو همداراز ایران ته د افغان صادراتو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي. د پانګونې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، سرحدي او ګمرکي مسایلو ترڅنګ، د دوهاړخیزو اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون د فعالیتونو موضوع هم د بحث برخه وه.
دواړو هېوادونو ویلي چې د ګمرکي چارو همغږي او په بندرونو کې د خدماتو پراختیا کولای شي د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې موجودې ستونزې راکمې کړي؛ خو د هوکړو د عملي کېدو څرنګوالی به د دواړو لوریو د اړوندو ادارو د اقداماتو پورې تړلی وي.