ملګرو ملتونو د افغانستان د ژمي بشري اړتیاوو لپاره ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ژمي له پیل مخکې د سختو بشري اړتیاوو د کمولو لپاره له خپل مرکزي بیړني صندوق څخه ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. دغه پیسې به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له اړمنو خلکو سره د لومړنیو مرستو په برابرولو ولګول شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال، فرحان حق، د سې شنبې په ورځ وویل چې د دغې مرستې له لارې به له ۸۲۰ زرو څخه زیاتو کسانو ته خواړه، روغتیايي خدمتونه، د تغذیې اسانتیاوې، سرپناه، پاکې اوبه او د خوندیتوب اړوند خدمات برابر شي.
د حق په وینا، د دې ۱۸ میلیونو ډالرو ترڅنګ به د افغانستان د ژمي د چمتووالي او بېړنیو بشري اړتیاوو لپاره ټولټال ۴۸ میلیونه ډالر ځانګړي شي. د دې مجموعې ۳۰ میلیونه ډالر د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه ورکول کېږي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاوو او مرستو پلان د ژوند ژغورونکو پروګرامونو لپاره یو میلیارد او ۷۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. خو د اکتوبر تر میاشتې پورې یوازې ۵۵۰ میلیونه ډالر برابر شوي، چې له مخې یې د پلان ۶۸ سلنه بودجه لا هم نه ده تمویل شوې.
د خوړو د کمښت او کرنې برخو د خپلې اړتیا وړ بودجې ۱۸،۲ سلنه ترلاسه کړې ده. د بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو برخې ته ۱۵،۱ سلنه، او د پاکو اوبو او حفظالصحې پروګرامونو ته ۱۶،۶ سلنه بودجه رسېدلې ده. دا کموالی د ژمي په درشل کې د مرستو د پراخولو بهیر له جدي مالي خنډونو سره مخ کوي.
په ډېرو سیمو کې واوره، سخته یخني او د لارو تړل کېدل د بشري مرستو رسول ستونزمنوي. بېوزله او بېکاره کورنۍ، چې د خوړو له کمښت سره هم مخ دي، د سونتوکو، خوراکي موادو او تودو جامو د برابرولو له اضافي ستونزو سره مخامخېږي.
ملګري ملتونه وايي، په دې مرستو کې به بېرته راستنېدونکو، بېځایه شویو کسانو او د هغوی کوربه ټولنو ته لومړیتوب ورکړل شي. د ښځو په مشرۍ بنسټونه او ښځینه مرستندویانې به هم د ښځو او نجونو د اړتیاوو د پېژندلو او خدماتو ته د هغوی د لاسرسي په برخه کې مهم رول ولري.