مسکو له کابل سره د امنیتي او دفاعي همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، مسکو له افغانستان سره د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ په دفاعي چارو کې د همکاریو پراخولو ته لېوالتیا لري.
زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل، روسیه چمتو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د هواري لپاره له ډیپلوماټیکو لارو چارو څخه مرسته وکړي.
د هغې په وینا، له کابل سره به په امنیتي برخو کې همکاري دوام ومومي او د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او دفاعي چارو په تړاو به لا پراخه شي. نوموړې د دې همکاریو لپاره د مشخصو نویو پروګرامونو جزئیات نه دي بیان کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په سیمه کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه ګډ مسوولیت بللی او ویلي یې دي چې د دې هدف ترلاسه کول د ټولو اړوندو هېوادونو رغنده تعامل او ګډو هڅو ته اړتیا لري.
د زاخارووا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې روسیې او افغانستان د مې په ۲۷مه د پوځي ـ تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی و. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه تړون له لاسلیک وروسته مسکو د امنیتي او دفاعي همکاریو د دوام او پراختیا په اړه خپله ژمنتیا بیا څرګنده کړې ده.