د ۲۰۵ البدر قول اردو له ځواکونو د دیني زدهکړو او بیتالمال د ساتنې غوښتنه

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده د ۲۰۵ البدر قول اردو ځواکونو ته په وینا کې پر لمانځه، دیني علومو زدهکړې، اسلامي اخلاقو او د بیتالمال پر خوندي ساتلو ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، نوموړي پرون ماسپښین له یادو ځواکونو سره په خبرو کې وویل چې لمونځ باید د ټولو ارکانو او شرطونو په رعایت ادا شي. هغه له سرتېرو وغوښتل چې دیني زدهکړې یوازې تر درس پورې محدودې نه کړي، بلکې اسلامي اخلاق او اداب هم په خپل ورځني ژوند کې عملي کړي.
د اسلامي امارت رهبر ټینګار کړی چې د خلکو پام د ځواکونو کړنو ته دی؛ له همدې امله باید د دوی چلند د دیني لارښوونو او ټولنیزو ادابو له غوښتنو سره سم وي. هغه له ځواکونو غوښتنه کړې چې قرآن کریم د قرائت، تجوید او معنا له پلوه زده کړي، جوماتونو ته درناوی وکړي او د خپلو مشرانو او استادانو احترام وساتي.
په وینا کې د زدهکړو پر دوام هم ټینګار شوی دی. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، شیخ هبةالله آخوندزاده له ځواکونو غوښتي چې خپلې دیني زدهکړې روانې وساتي او د زدهکړې بهیر پرېنږدي.
هغه همدارنګه د دولتي امکاناتو، په ځانګړي ډول موټرو او وسلو، د مسوولانه کارونې غوښتنه کړې ده. نوموړي له ځواکونو غوښتي چې له بیتالمال څخه ناسمه ګټه وانخلي او عامه شتمنۍ په امانتدارۍ وساتي.
د اسلامي امارت رهبر د ځواکونو ترمنځ پر یووالي او همغږۍ هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له قومپالنې او اړیکوپالنې څخه باید ډډه وشي. د هغه په وینا، شخصي ګټې باید د نظام له ګټو څخه پورته ونه ګڼل شي.