د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

اروپايي ټولنه په شپږو جنوبي ولایتونو کې د بشري مرستو لپاره ۱۲ میلیونه یورو ورکوي

افغان اتلان · پښتو
اروپايي ټولنه په شپږو جنوبي ولایتونو کې د بشري مرستو لپاره ۱۲ میلیونه یورو ورکوي

اروپايي ټولنې د افغانستان په سوېلي او سویل‌لویدیځو سیمو کې له کړکېچونو زیانمنو شویو خلکو ته د بشري مرستو رسولو لپاره ۱۲ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي. دغه مرستې به روغتیايي خدمتونه، خواړه، د څښاک اوبه او د حفظ‌الصحې اسانتیاوې ولري.

د دې پروګرام له لارې به په کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کې د ۲۸ ولسوالیو اوسېدونکو ته مستقیم خدمات وړاندې شي. اروپايي ټولنې ویلي، چې له دې مرستو به څه باندې ۳۴۷ زره کسان په مستقیم ډول ګټه واخلي.

د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، د پروګرام غیرمستقیمه ګټه به نږدې ۱.۲۷ میلیونه نورو کسانو ته هم ورسېږي. ټاکل شوې دغه طرحه د ۲۰۲۶ کال د جون له لومړۍ نېټې پیل او د ۲۰۲۷ کال د مې تر ۳۱مې پورې دوام وکړي.

په پلان کې د ناروغیو د خپرېدو، د اقلیمي بدلونونو له امله د پېښو او بې‌ځایه کېدو پر مهال د بېړنیو مرستو رسولو برخه هم شامله ده. اټکل شوی چې په دغسې حالاتو کې به ۳۹ زره او ۱۷۵ نورو کسانو ته هم عاجله مرسته برابرېږي.

اروپايي ټولنې ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. د سرچینې په وینا، له پنځو کلونو کم عمره ماشومان، امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې، معلولیت لرونکي کسان او په لرې پرتو او محرومو سیمو کې مېشتې کورنۍ لا هم روغتیايي او نورو بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي.