د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

مجید قرار: د طالبانو او پاکستان ظاهري اختلافات د ژورې ستراتېژیکې اړیکې واقعیت نه بدلوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

افغان لیکوال مجید قرار وايي، طالبان که څه هم تر یوه حده خپلواکي او د پرېکړو واک لري، خو بیا هم د پاکستان د غیررسمي امپریالیزم د یوې وسیلې په توګه فعالیت کوي.

د قرار په باور، اصلي موضوع دا نه ده چې طالبان کله ناکله له پاکستان سره مخالفت کوي او یا ورسره جګړه کوي؛ بلکې مهمه خبره دا ده چې پاکستان له طالبانو سره د خپلو اړیکو په کارولو سره د خپلو ستراتېژیکو ګټو لپاره د افغانستان سیاسي نظام بدل کړی دی.

نوموړی زیاتوي، تاریخ ښودلې چې د اسلام‌اباد او طالبانو اړیکو، که د دوستۍ بڼه یې لرلې وي او که د جګړې، د پاکستان د ستراتېژیک عمق او سیمه‌ییز نفوذ د پالیسۍ په پلي کېدو کې مرسته کړې ده.

قرار وايي، د دواړو لورو ظاهري دوښمني د هغوی د ژورې ستراتېژیکې اړیکې واقعیت نه شي ردولای. د هغه په وینا، یو نیابتي ځواک اړ نه دی چې د یوه پیاوړي امپریالیستي هېواد هر حکم په بشپړه توګه ومني، څو د هغه هېواد وسیله وبلل شي.