د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د لنډي کوتل پر خبریالانو کلب د پولیسو په جامو کې د ماسک لرونکو وسله والو د برید ادعا

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ خبریالان وايي، د پولیسو په جامو کې ماسک لرونکو وسله والو د لنډي کوتل پر خبریالانو کلب برید کړی دی.

د سیمه‌ییزو خبریالانو او د کلب د کارکوونکو په وینا، دغه کسان ځايي پولیس وو چې له اجازې پرته ودانۍ ته داخل شوي او د خبریالانو مرکز یې تلاشي کړی دی.

خبریالان ادعا کوي چې دا اقدام د دوی د وېرولو او تر فشار لاندې راوستلو هڅه وه. د لنډي کوتل خبریالانو مرکز اجرائیه شورا ویلي، پېښې د خبریالانو د امنیت، د مطبوعاتو د آزادۍ او د خبریالۍ د بنسټونو د درناوي په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.