د امریکا د سمندري کلابندۍ له امله د ایران د تېلو عواید د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

د کپلر انرژۍ د استخباراتي شرکت د معلوماتو پر بنسټ، د امریکا د سمندري کلابندۍ له امله د ایران د تېلو سمندري عواید ښايي تر راتلونکې ډسمبر میاشتې پورې په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.
د راپور له مخې، د ایران وروستۍ لامبو وهونکې د تېلو زېرمې صفر ته د نږدې کېدو په حال کې دي. ویل کېږي چې دغه کلابندۍ تر دې دمه ایران له اټکل شوي ۲۵ میلیارده ډالرو د تېلو له عوایدو بې برخې کړی دی.
راپور زیاتوي چې د واشنګټن لپاره اصلي ننګونه دا ده، چې یاد مالي فشارونه ښايي د هغو پوځي بنسټونو پر ځای، چې امریکا یې د محدودولو هڅه کوي، پر عامو ایرانیانو ډېر اغېز وکړي.
د یوریشیا ګروپ د ایران او انرژۍ لوړپوړي شنونکي ګرېګ بریو ویلي، پراخه تمه شته چې تهران به د پوځي بودیجې د ساتلو یا زیاتولو ترڅنګ، خپل غیرنظامي لګښتونه په جدي ډول راکم کړي.
د نوموړي په وینا، سپاه پاسداران د قاچاق، تور بازار او د بندیزونو د مخنیوي له لارې عواید ترلاسه کوي او د بندیزونو له سختېدو سره دغه لارې لا پراخېدای شي.