د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

شبرغان کې د ۲۸ کلن ځوان د وژنې په تړاو څلور کسان نیول شوي

افغان اتلان · پښتو
شبرغان کې د ۲۸ کلن ځوان د وژنې په تړاو څلور کسان نیول شوي

د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو ۲۸ کلن ځوان په ډزو وژل شوی او د دې پېښې په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند، قاري عبدالستار حلیمي، پژواک ته ویلي چې دغه ځوان تېره ورځ سهار شاوخوا اته بجې د شبرغان ښار په یوه نانوایۍ کې د تومانچې په ډزو ووژل شو.

د هغه په وینا، له پېښې وروسته د شبرغان ښار د پنځمې امنیتي حوزې کشفي او امنیتي ځواکونو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې. نوموړي زیاته کړې چې د دغو څېړنو په پایله کې څلور کسان د وژنې په تړاو پېژندل شوي او نیول شوي دي.

حلیمي د لومړنیو معلوماتو له مخې د پېښې احتمالي لامل کورنۍ شخړه بللې، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د قضیې په تړاو تحقیقات لا هم روان دي او د پېښې د څرنګوالي په اړه به له بشپړو څېړنو وروسته معلومات وړاندې شي.