د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په ښرنه کې د قبرونو د سپړلو پر مهال څلور کسان نیول شوي

افغان اتلان · پښتو
په ښرنه کې د قبرونو د سپړلو پر مهال څلور کسان نیول شوي

د پکتیکا امنیه قومانداني وايي، په مرکز ښرنه کې یې څلور کسان هغه مهال نیولي چې د سرو زرو د موندلو لپاره یې قبرونه سپړل.

د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کسان تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د ښرنې ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د مسواس په سیمه کې نیول شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه یو «اډروېټ ماشین»، کولنګ، د خاورو پاکولو یوه وسیله، موټر، څلور ګرځنده ټیلیفونونه او یو شمېر نور اړوند وسایل هم ترلاسه شوي دي.

امنیه قومانداني وايي، یاد کسان د قبرونو د سپړلو پر مهال نیول شوي؛ خو د هغوی د هویت، د قانوني پروسې او د راتلونکو اقداماتو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.