روسیې او ازبکستان د افغانستان پولې ته څېرمه ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل

روسیې او ازبکستان د افغانستان پولې ته څېرمه د «همکارلیک–۲۰۲۶» په نوم ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي. د دغو تمرینونو موخه په سرحدي سیمو کې د فرضي ناقانونه وسلهوالو ډلو پر ضد د دواړو هېوادونو د ځواکونو ګډ عملیات تمرینول دي.
د ازبکستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، تمرینونه د دغه هېواد په سویلي سرخاندریا ولایت کې د ترمذ په پوځي روزنیز مرکز کې ترسره کېږي او ټاکل شوې چې د اکتوبر تر ۲۷مې دوام وکړي. د تمرینونو د پیل نېټه د اکتوبر ۲۰مه ښودل شوې ده.
په دې پوځي فعالیتونو کې د تاجیکستان په خاوره کې د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې ځواکونه هم ګډون لري. دغه ځواکونه د دواړو هېوادونو له غرنیو لارو څخه تر ۳۰۰ کیلومترو زیات مزل وروسته ازبکستان ته رسېدلي دي.
د روسیې دفاع وزارت د ځواکونو د لېږد ویډیو خپره کړې ده. په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې د پوځي کاروان په وسایطو کې زغرهوال سرتېريلېږدوونکي موټر، پوځي لارۍ او نور ځانګړي تجهیزات شامل وو.
د تمرینونو په سناریو کې روسي او ازبک ځواکونه د فرضي مخالفو وسلهوالو د کوچنیو ډلو د موندلو او پر ضد یې د ګډو عملیاتو تمرین کوي. په دغو تمرینونو کې غرني او بریدګر قطعات، کشفي او بریدګرې بېپیلوټه الوتکې، بېچلوونکي ځمکني وسایط او د «اېمآی–۲۴» ډول جنګي چورلکې کارول کېږي.
د ازبکستان دفاع وزارت د پرانیستنې مراسمو انځورونه هم خپاره کړي دي. په مراسمو کې د دواړو هېوادونو ځواکونو ګډ رسمګذشت کړی او پوځي موسیقي ډلو د روسیې او ازبکستان ملي سرودونه غږولي دي.
دا تمرینونه د مسکو او تاشکند ترمنځ د پوځي همکاریو د پراختیا په لړ کې ترسره کېږي. دواړو هېوادونو د ۲۰۲۶م تر ۲۰۳۰م کال پورې د دفاعي همکاریو پر یوه پلان هم هوکړه کړې ده. روسیې او ازبکستان د ۲۰۲۵م کال په جولای کې د ترمذ په همدې روزنیز مرکز کې ګډ پوځي تمرینونه هم کړي وو.