امریکا له ۲۰۲۵ کال راهیسې د څه باندې ۳۰۰ زره بهرنیانو ویزې لغوه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې یې د څه باندې ۳۰۰ زره بهرنیو اتباعو ویزې لغوه کړې دي. وزارت وايي، دغه کسان په جرمي فعالیتونو، د مهاجرتي قوانینو په سرغړونو، فساد، درغلۍ، ناسمو معلوماتو ورکولو او نورو ورته مواردو کې ښکېل وو.
د وزارت ویاند ټامي پیکوټ د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د ویزو د لغوه کولو په برخه کې د امریکا د تاریخ د بل هر حکومت پرتله چټک عمل کړی دی. هغه ټینګار کړی چې واشنګټن به د هغو بهرنیانو پر وړاندې اقدام ته دوام ورکړي چې د امریکا قوانین ماتوي، درغلي کوي یا ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.
امریکا غږ له وزارت څخه پوښتنه کړې وه چې ایا په لغوه شویو ویزو کې د افغانانو ویزې هم شاملې دي او که شاملې وي، شمېر یې څومره دی؛ خو وزارت په خپل ځواب کې د افغان اتباعو په اړه مشخص معلومات نه دي ورکړي.
د وزارت په بیان کې ویل شوي چې شاوخوا څلور زره هغه بهرني اتباع هم په دې ډله کې شامل دي چې په متحده ایالاتو کې د ماشومانو د زېږولو له لارې د تابعیت ترلاسه کولو په فعالیتونو کې ښکېل وو. د بیان له مخې، امریکايي حکومت د «سیاحتي زېږون» د مخنیوي لپاره اقدامات کړي دي. د امریکا د قانون له مخې، په دغه هېواد کې زېږېدلي کسان عموماً د زېږون له لارې د تابعیت حق ترلاسه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د قونسلي چارو څانګې په ۲۰۲۵ کال کې په واشنګټن ډي سي کې د ارزونې یو مرکز جوړ کړی و. د وزارت په وینا، دغه مرکز د ۲۳ زره کسانو ویزې لغوه کړې؛ د ډېرو مواردو دلیل یې جرمي فعالیتونه او د عامه امنیت په اړه اندېښنې وې.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې شمېر کې ۲۵ سلنه ویزې د بریدونو او اړوندو جرمونو، ۲۲ سلنه د نشه يي توکو تر اغېز لاندې د موټر چلولو، او اووه اووه سلنه د غلا، تاوتریخوالي او نورو اړوندو جرمونو له امله لغوه شوې دي. وزارت ویلي، د ویزو د لغوه کولو بهیر به د امریکا د پولو او ملي امنیت د ساتنې لپاره دوام ولري.