د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

طالبان: په بغلان کې وسلې او مهمات کشف او نیول شوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

طالبانو ویلي چې د بغلان په پل‌حصار، ده‌صلاح او بنو ولسوالیو کې یې یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او نیولي دي.

د طالبانو د لوی درستیز دفتر په اعلامیه کې راغلي چې په موندل شویو توکو کې زرګونه مرمۍ، د هاوان سرګولولې او نور پوځي وسایل شامل دي. د اعلامیې له مخې، دغه مهمات په بېلابېلو ځایونو کې په غیرقانوني ډول ساتل کېدل.

طالبانو د وسلو د کشف خبر داسې مهال ورکړی چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د امنیتي پېښو راپورونه زیات شوي او مخالفې ډلې د طالبانو د غړو د وژلو ادعاوې کوي.

طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې په پنجشېر کې د مقاومت جبهې د یوه قوماندان، میرویس، د وژلو خبر هم ورکړی و.