په اوسلو کې د افغانستان د سیمهییزې ونډې او امنیت پر موضوع خبرې وشوې

د ازبکستان او ناروې استازو په پلازمېنه اوسلو کې د دوه ورځنیو خبرو پر مهال له افغانستان سره د تعامل، سیمهییز امنیت او د پراخو سیمهییزو همکاریو د پراختیا په اړه بحث کړی دی.
د منځنۍ اسیا د نړیوال انسټیټیوټ مشر او د ازبکستان د ولسمشر د سلاکار مرستیال جاولون وهابوف ویلي، چې په دې خبرو کې امنیت، سوداګري، انرژي، ترانزیټ او سیمهییز اتصال مهم موضوعات وو.
وهابوف په اېکس کې لیکلي چې د سیمې دوامدار ثبات د سیمهییزو بهیرونو په چوکاټ کې د افغانستان له تدریجي شاملېدو سره تړاو لري. د هغه په وینا، له افغانستان سره د تعامل پراخول کولی شي د سیمهییزو همکاریو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
د ازبکستان دغه چارواکي په اوسلو کې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له دولتي سکرتر ایویند واد پیترسن سره د خپلې لیدنې معلومات هم خپاره کړي دي. د نوموړي په وینا، په دې لیدنه کې د ازبکستان او ناروې د اړیکو د پرمختګ په اړه خبرې وشوې.
دواړو لورو د منځنۍ اسیا او نوردیک هېوادونو ترمنځ د همکاریو د راتلونکي چوکاټ پر احتمالي ګامونو هم بحث کړی دی. وهابوف ویلي، که څه هم ناروې او منځنۍ اسیا له جغرافیایي پلوه له یو بل لرې دي، خو د دواړو خواوو لومړیتوبونه ورته نږدې دي.
په خپرو شویو معلوماتو کې له افغانستان سره د کوم ځانګړي تړون، نوې پروژې یا مشخصې هوکړې د اعلان یادونه نه ده شوې. د خبرو تمرکز تر ډېره پر عمومي سیمهییز امنیت، اقتصادي اړیکو او د افغانستان د تدریجي سیمهییز ادغام پر اهمیت و.