د لوږې نړیوال شاخص: پاکستان له سیمهییزو هېوادونو وروسته پاتې دی

د لوږې نړیوال شاخص د راپور له مخې، پاکستان د خپلو ګاونډیو هېوادونو؛ هند، بنګلهدېش او نیپال، په پرتله د لوږې او بېوزلۍ په کمولو کې وروسته پاتې دی.
نړیوال کارپوهان په پاکستان کې د دې وضعیت مهم عوامل د ښځو لپاره د کاري فرصتونو محدودیت او د ماشومانو ترمنځ روغتیایي ستونزې او خوارځواکي بولي.
په وړاندې شویو شمېرو کې ویل شوي چې سریلانکا، نیپال او بنګلهدېش د کلونو په تېرېدو سره د لوږې کچه راټیټه کړې، خو په پاکستان او افغانستان کې دغه شاخص لا هم په لوړه او د اندېښنې وړ کچه کې دی.