یوناما: راستنېدونکي، اقتصادي کمزوري او طبیعي پېښې ننګرهار تر فشار لاندې راوستی

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت (یوناما) وايي، په ننګرهار کې د میلیونونو افغان کډوالو له راستنېدو سره یوځای اقتصادي ستونزې، طبیعي پېښې او د اقلیمي بدلون اغېزې د خلکو بشري وضعیت لا خراب کړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمې ننګرهار ته د سفر پر مهال وویل، دغه ولایت له ګڼو پرلهپسې ننګونو سره مخ دی. د هغې په وینا، د راستنېدونکو د کوربهتوب بار، د طبیعي پېښو تکرار او د اقتصادي فعالیتونو کمزوري کېدل د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی.
رباب فاطمې د تورخم له لارې د پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو وضعیت هم له نږدې کتلی دی. هغې ټینګار کړی چې راستنېدونکي یوازې بیړنیو مرستو ته اړتیا نه لري، بلکې د سرپناه، کار، خدماتو او په ټولنه کې د دوامدار ادغام لپاره اوږدمهالو حللارو ته هم اړتیا لري.
له پاکستانه بېرته ستانه شوي افغانان وايي، د اوسېدو مناسب ځای، د کار فرصتونو او د ژمي د لومړنیو اړتیاوو نشتوالی یې له جدي اندېښنو سره مخ کړی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د ناروې د کډوالو شورا هم په خپلو راپورونو کې د راستنېدونکو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې زرګونه کسان بیړنۍ سرپناه او مرستو ته اړتیا لري.
د یوناما د مشرې په وینا، د سوداګریزو فعالیتونو خنډونه او د سرحدي لارو تړل کېدل د ننګرهار پر اقتصاد منفي اغېز کوي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، پاکستان له افغانستان سره خپلې سوداګریزې لارې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې تړلې دي؛ هغه محدودیتونه چې د سرحد دواړو غاړو ته یې سوداګر او عام خلک اغېزمن کړي دي.
یوناما وايي، د ننګرهار د خلکو د ستونزو د کمولو لپاره یوازې لنډمهاله بشري مرستې کافي نه دي. د دې ادارې په باور، د اقتصادي فعالیتونو بېرته فعالول، د راستنېدونکو منظم ادغام او د اوږدمهالو بشري مرستو لپاره جدي او دوامدار اقدامات اړین دي.