د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

کابل او مسکو د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ۱۵ هوکړې لاسلیک کړې

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ تفاهم‌لیکونه لاسلیک شوي دي. دغه هوکړې کابل ته د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوې دي.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، تفاهم‌لیکونه د پنجشنبې په ماښام د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او الکسي اوورچوک په حضور کې لاسلیک شول. د هوکړو ټول جزییات نه دي خپاره شوي، خو په کې د دولتي ادارو ترڅنګ د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د بنسټونو ونډه هم شامله ده.

د اعلان شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د دواړو هېوادونو یو شمېر شرکتونو د همکاریو اسناد لاسلیک کړي دي. د دې تفاهم‌لیکونو موضوعات د درملو، انرژۍ، غنمو، غوړیو، اوړو، غیرالکولي مشروباتو، تازه مېوو او د لمرګلي غوړیو په ګډون د بېلابېلو توکو واردات او صادرات دي.

د روسیې پلاوی د پنجشنبې په سهار کابل ته ورسېد. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په هوايي ډګر کې د اوورچوک هرکلی وکړ. نوموړي وروسته له عبدالغني برادر او د طالبانو له رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره وکتل او د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او راتلونکو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.

ملا محمد حسن اخوند د روسیې له ملاتړ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د اوورچوک سفر کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي. اوورچوک بیا په افغانستان کې د روسیې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د خصوصي سکټور شاوخوا ۷۰ استازي ورسره ملګري دي.

د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې، د روسي پلاوي او افغان چارواکو په ناستو کې به د پانګونې پر فرصتونو، سوداګریزو خنډونو، ترانزیټ، زېربناوو او ګډو اقتصادي او پراختیايي پروژو هم بحث وشي. عبدالغني برادر ویلي چې په افغانستان کې د روسیې لپاره د پانګونې ګڼ فرصتونه شته.

روسیه هغه هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی. اوورچوک له ۲۰۲۱ کال وروسته افغانستان ته د سفر کوونکي تر ټولو لوړپوړي روسي چارواکي په توګه یاد شوی دی. د سرچینې په وینا، له دې وړاندې د چین په ګډون د څو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم کابل ته سفرونه کړي دي.