د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

پاکستان بیا له افغانستانه د وسله‌والو د اوښتو ادعا کوي؛ طالبان تورونه ردوي

افغان اتلان · پښتو
پاکستان بیا له افغانستانه د وسله‌والو د اوښتو ادعا کوي؛ طالبان تورونه ردوي

پاکستاني چارواکو یو ځل بیا ادعا کړې چې په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو پلانونه له افغانستانه جوړېږي او وسله‌وال د بریدونو لپاره له افغان خاورې پاکستان ته اوړي. د طالبانو حکومت بیا دا ادعاوې رد کړې دي.

د پاکستان د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا د ۱۲ ناامنو سیمو ویاند محمود جان بابر د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل، وسله‌وال د شپې له تیارې په ګټې اخیستو پاکستان ته داخلېږي او هلته بریدونه ترسره کوي. هغه د دغو ادعاوو لپاره په غونډه کې نور جزئیات وړاندې نه کړل.

بابر د خیبر پښتونخوا له اوسېدونکو وغوښتل چې د وسله‌والو ډلو د ایستلو لپاره له حکومت او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي. نوموړي وویل، که سیمه‌ییزې شوراګانې او خلک له امنیتي ادارو سره ګډ کار وکړي، په راتلونکو درېیو میاشتو کې به په یادو سیمو کې د امنیت د ښه کېدو زمینه برابره شي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې مخکې هم د پاکستان ورته څرګندونې رد کړې دي. هغه د اکتوبر په میاشت کې ویلي وو چې په پاکستان کې ناامني د افغانستان په ګټه نه ده او افغانستان نه د نورو هېوادونو د ناامنۍ د رامنځته کولو او نه هم د هغې د تمویل توان لري. مجاهد پر پاکستاني چارواکو نیوکه کړې وه چې د خپلو کورنیو امنیتي ستونزو د حل پر ځای د ناامنۍ پړه پر افغانستان اچوي.

د اسلام‌اباد وروستۍ ادعاوې په داسې مهال مطرح کېږي چې د «مارګله ډیالوګ» په غونډه کې یو شمېر پاکستاني سیاستوالو او کارپوهانو له افغانستان سره د خپل هېواد د پالیسۍ د بیاکتنې غوښتنه وکړه. هغوی خبرداری ورکړ چې د کړکېچ دوام، د سرحدي دروازو تړل کېدل او د سوداګرۍ کمېدل د دواړو هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو منفي اغېز کوي.

د پاکستان پخواني سناتور مشاهد حسین په دې غونډه کې د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد پر تګلاره نیوکه وکړه او ویې ویل چې د اوسني سیاست دوام ښايي افغانستان د پاکستان له سیال هند سره لا نږدې کړي. د پاکستان د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار بیا د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه جدي امنیتي ننګونه وبلله او د مخنیوي لپاره یې د اغېزناکو اقداماتو غوښتنه وکړه.

پاکستان دا تورونه په داسې حال کې تکراروي چې وايي د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي؛ خو طالبان دا ادعا ردوي. تحریک طالبان پاکستان د چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د هغه برید مسئولیت ومانه چې د راپور له مخې لږ تر لږه ۱۰ پولیس پکې ووژل شول.