د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

نازنین ولي په مصنوعي ځیرکتیا کې د ماسټرۍ لپاره د روم سوداګرۍ ښوونځي امتیاز ترلاسه کړ

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په جرمني کې مېشته افغانه رسنیزه فعاله او څېړونکې نازنین ولي وايي، د ایټالیا له روم سوداګرۍ ښوونځي څخه یې د «Go Global Incentive Grant» په نوم تحصیلي امتیاز ترلاسه کړی دی. د هغې په وینا، دغه امتیاز به د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ماسټرۍ د زده‌کړو د لګښتونو یوه برخه راکمه کړي.

ولي، چې مخکې یې له دویچه‌وېله د دري څانګې په ګډون له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی، ازادي راډیو ته ویلي چې د افغانستان، قرغزستان، جرمني او د اروپا د نورو هېوادونو په کچه د هغې فعالیتونه د دې امتیاز د ورکړې په پرېکړه کې اغېزمن وو. ازادي راډیو وايي، د روم سوداګرۍ ښوونځي له خوا د هغې د منل کېدو تحصیلي سند یې هم لیدلی دی.

نازنین ولي د افغان خبریالانو لپاره د ډیجیټلي امنیت په برخه کې د زده‌کړو او روزنې پخوانۍ تجربه لري. نوموړې وايي، همدې تجربې ته په پام سره یې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د لوړو زده‌کړو انتخاب کړی دی. هغې خپلې لیسانس زده‌کړې د مرکزي اسیا په امریکايي پوهنتون کې د ارواپوهنې په څانګه کې بشپړې کړې دي.

ولي له هغو افغان نجونو سره، چې په هېواد کې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي، غږ کړی چې له شته امکاناتو څخه د خپلو وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره کار واخلي. هغې ویلي، که څه هم د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې له محدودو شرایطو سره مخ شوې، خو بیا هم تر دې پړاو پورې رسېدلې او نورې نجونې هم کولای شي خپلو موخو ته ورسېږي.

د ښځو د حقونو فعاله بنفشه یعقوبي وايي، له هېواده بهر د افغان ښځو مسلکي فعالیتونه او لاسته‌راوړنې نړیوالې ټولنې ته د افغان ښځو د وړتیاوو بېلابېل اړخونه ورښيي. د هغې په باور، دغه بریاوې د افغانستان دننه او بهر د ښځو له ستونزمن وضعیت سره د نړیوالو پام هم اړوي.

یعقوبي ټینګار کوي چې د ښځو انفرادي بریاوې په افغانستان کې د ښځو عمومي ستونزې نه شي هوارولای. نوموړې وايي، افغانې ښځې له تبعیض، جنسیتي تاوتریخوالي، د امکاناتو له کمښت او د کډوالۍ له ستونزو سره سره پرمختګ کوي؛ خو که په هېواد کې ورته د زده‌کړې او کار مناسب فرصتونه برابر وای، د لا ډېرو بریاوو امکان به یې درلود.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع شوې، په پوهنتونونو کې د ښځو پر لوړو زده‌کړو بندیز ولګېد او ښځې په ګڼو کاري برخو کې له محدودیتونو سره مخ شوې. په همدې شرایطو کې یو شمېر افغانې ښځې له هېواده بهر خپلو علمي او مسلکي فعالیتونو ته دوام ورکوي.