ملګري ملتونه: راستنېدونکي افغانان له کار، سرپناه او خدمتونو له کمښت سره مخ دي

ملګري ملتونه وايي، په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته له ۶.۵ میلیونو څخه زیات افغانان بېرته ستانه شوي، خو د کار، سرپناه او عامه خدمتونو کمښت د دوی د بیا مېشتېدو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د تازه شمېرو له مخې، د راستنېدونکو افغانانو شمېر د افغانستان د اوسني نفوس نږدې لس سلنه جوړوي. دغه اداره وايي، د دومره لوی شمېر خلکو بېرته راتګ په داسې حال کې شوی چې هېواد له اقتصادي کمزورۍ، پراخې بېوزلۍ او محدودو کاري فرصتونو سره مخ دی.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، د راستنېدونکو کورنیو د ژوند د برابرولو فشار په ځانګړي ډول پر ښځو زیات دی. د کار د فرصتونو کمښت، د ښځو پر حقونو د طالبانو محدودیتونه او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې د ښځو لپاره د عاید پیدا کول او په ټولنه کې بیا ادغام لا ستونزمن شي. د دغو شرایطو له امله د بې سرپناهۍ ستونزه هم پراخه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د ادارو د معلوماتو له مخې، ښځې او ماشومان په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شاوخوا ۸۲ سلنه جوړوي. مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د راستنېدونکو او نورو زیانمنو کورنیو اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه ورځ تر بلې سخته کېږي.
نړیوال بانک تېره اوونۍ ویلي وو چې د افغان کډوالو پراخې ستنېدنې د هېواد نفوس زیات کړی او د روان کال لپاره یې د سړي سر تولید د ودې اټکل ۳.۳ سلنې ته راکم کړی دی. دغه بانک سپارښتنه کړې چې د ستونزې د کمولو لپاره باید راستنېدونکو کسانو ته د کار زمینه برابره او د هغوی د اقتصادي بیا ادغام ملاتړ وشي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي چې د بودجې د کمښت له کبله نږدې ۳۰۰ روغتیايي مرکزونه او له ۱۹۰ څخه ډېر هغه پروګرامونه تړل شوي یا ځنډول شوي چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له قربانیانو سره مرسته کوي. د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، ریم السالم، وايي چې پر افغان ښځو او نجونو د کار او زده کړو محدودیتونه به سختې او اوږدمهاله پایلې ولري. د ملګرو ملتونو چارواکي ټینګار کوي چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې د مرستو له موجودو سرچینو په چټکۍ سره لوړېږي.