کندهار کې پاکستان ته د وسلو او مهماتو د لېږد هڅه شنډه شوې

د کندهار امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ اړوند د فرضي کرښې ته څېرمه په شنه نري سیمه کې پاکستان ته د یو شمېر وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده.
د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک ته ویلي، دغه توکي له افغانستان څخه د فرضي کرښې هغې غاړې ته د انتقال لپاره چمتو شوي وو، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.
د قوماندانۍ په وینا، په ترلاسه شویو توکو کې یو میل اېم۱۶ ټوپک، ۱۶ شاجورونه، یو نارنجکغورځوونکی او ۵۷ د نارنجک مرمۍ شاملې دي. همداراز ۱۳۰ د کلاشینکوف، ۴۱۰ د اېم۱۶، ۱۰۱۶ د پیکا او ۴۶ د ګایز مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې کشف کې شپږ د هاوان مرمۍ، د پیکا دوه شرید بکسې او یو شمېر نور پوځي تجهیزات هم شامل دي.
د کندهار امنیه قومانداني وايي، د یادو وسلو او مهماتو د قاچاق په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي او د پېښې په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.