د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په سمنګان کې د کډوالۍ پر لاره د مړو شویو څلورو ځوانانو جنازې وشوې

افغان اتلان · پښتو
په سمنګان کې د کډوالۍ پر لاره د مړو شویو څلورو ځوانانو جنازې وشوې

د سمنګان ولایت څلور ځوانان، چې څو اوونۍ مخکې د کډوالۍ پر لاره مړه شوي وو، د دغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شول.

د یادو ځوانانو مړي له کابل څخه د هغوی اصلي ټاټوبي ته ولېږدول شول او د جنازې مراسم یې د حضرت سلطان ولسوالۍ د کوکجر په کلي کې ترسره شول.

د کورنیو غړو او خپلوانو، چې د خپلو عزیزانو د بېرته ستنېدو په تمه وو، د هغوی له بې‌روحه جسدونو سره مخه ښه وکړه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه ځوانان د ترکیې او ایران اړوند سرحدي سیمو کې د کډوالۍ پر مهال مړه شوي وو؛ خو د هغوی د مړینې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د دغو څلورو ځوانانو مړینه یو ځل بیا هغه خطرونه څرګندوي چې خلک د ناقانونه کډوالۍ او نورو هېوادونو ته د رسېدو پر لارو ورسره مخ کېږي.