اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره د پړاووارو اړیکو د چوکاټ پر جوړولو بحث کړی

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، د افغانستان په اړه د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د تماس ډلې په سعودي عربستان کې له طالب چارواکو سره د منظمو او پړاووارو اړیکو د پراختیا لپاره د یوې لارې نقشې پر جوړولو خبرې کړې دي.
د سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تماس ډلې تخنیکي او مقدماتي غونډه د یکشنبې په ورځ د نومبر پر ۲۲مه د سعودي عربستان په جده ښار کې ترسره شوه. په دې ناسته کې په افغانستان کې وروستي سیاسي بدلونونه او بشري وضعیت ارزول شوي دي.
د اسلامي همکاریو سازمان څرګنده کړې چې وړاندیز شوی چوکاټ به له طالبانو سره د اړیکو او خبرو اترو د منظمولو لپاره وکارول شي، څو دغه بهیر په تدریجي ډول پر مخ ولاړ شي، د افغانانو ګټې خوندي شي او په هېواد کې د ثبات او پرمختګ له پیاوړتیا سره مرسته وشي.
په غونډه کې د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د پرېکړهلیکونو پر عملي کولو هم بحث شوی. ګډونوالو له طالب چارواکو سره د ګډو موضوعاتو په اړه د مستقیمو او رغنده خبرو اترو د لارو چارو ارزونه کړې ده. خو سازمان لا تر اوسه د دې نقشې د عملي کېدو پړاوونه، احتمالي شرایط او مهالوېش نه دي روښانه کړي.
دا بحثونه داسې مهال کېږي چې د امریکا متحده ایالتونه له طالبانو سره د نورو هېوادونو د اړیکو په اړه اندېښنه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په میاشت کې ویلي وو چې طالبان په دغه هېواد کې لا هم د «ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر سازمان» په توګه ثبت دي او واشنګټن له هېوادونو غواړي چې د ترهګرو ډلو، په ګډون له طالبانو، د ملاتړ په معنا له اقداماتو ډډه وکړي.
متحده ایالتونه وايي چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی؛ همدارنګه د نړیوالې ټولنې ډېری غړي هم دغه حکومت د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه مني. افغانستان له ۱۹۶۹ کال راهیسې د اسلامي همکاریو سازمان غړیتوب لري، چې ۵۷ غړي هېوادونه لري او په تېرو کلونو کې یې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت بحثونه کړي دي.
دغه سازمان له طالبانو سره د خبرو تر څنګ، د افغان ښځو او نجونو د زدهکړو او کار حقونو ته د درناوي غوښتنه هم کړې ده. د تماس ډلې تازه هڅې په داسې وخت کې کېږي چې طالبان له څلورو کلونو ډېره موده کېږي پر افغانستان واک لري، خو د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو او د ټولګډونه حکومت د نشتوالي له امله له پراخو نړیوالو نیوکو سره مخ دي.