د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

قطر او بریټانیا د افغانستان او سیمې پر وضعیت د ډیپلوماټیکو هڅو پر پراختیا خبرې وکړې

افغان اتلان · پښتو
قطر او بریټانیا د افغانستان او سیمې پر وضعیت د ډیپلوماټیکو هڅو پر پراختیا خبرې وکړې

د قطر او بریټانیا چارواکو په یوه لیدنه کې د افغانستان، فلسطین، لبنان او سوریې پر وروستیو تحولاتو خبرې کړې دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د سیمه‌ییز امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام ټینګار شوی.

دا لیدنه تېره ورځ په لندن کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدال عزیز الخلیفي او د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د بریټانیا د وزیر سټیفن ډاوټي ترمنځ ترسره شوې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو او د شخړو د سوله‌ییز حل لپاره پر ګډو اقداماتو خبرې وکړې. هغوی همداراز د منځګړیتوب په برخه کې د همکاریو د پراختیا او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه نظرونه شریک کړل.

محمد بن عبدال عزیز الخلیفي ویلي، قطر د هغو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي چې د سمندري تګ‌راتګ د آزادۍ د تضمین او په سیمه کې د تلپاتې سولې د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابروي.

که څه هم افغانستان د دغې لیدنې د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه یاد شوی، د قطر بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د افغانستان په اړه د خبرو نور جزئیات نه دي ورکړي.