د پخوانیو افغان هنرمندانو کورنۍ: د ژوند او مړینې پر مهال مو ملاتړ نه دی شوی

د هنرمند نړیوالې ورځې په مناسبت د یو شمېر پخوانیو افغان هنرمندانو کورنیو ویلي، چې د هېواد د موسیقۍ او نورو هنري برخو مخکښان د ژوند په وروستیو پړاوونو کې له ملاتړ بې برخې پاتې شوي او له مړینې وروسته یې هم په رسمي کچه یادونه نه ده شوې.
د مشهور سندرغاړي بادام ګل منور زوی، رضوان منور، وايي چې پلار یې شاوخوا پنځوس تر شپېتو کلونو پورې د افغان موسیقۍ خدمت وکړ، خو له مړینې وروسته یې د حکومت یا اړوندو ادارو له خوا له کورنۍ سره د خواخوږۍ لپاره څوک ور نه غلل. بادام ګل منور په ۱۳۷۲ لمریز کال کې د ناروغۍ له امله د شپېتو کلونو په عمر ومړ او په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو.
د سندرغاړي ایوب د کورنۍ غړي بکتاش انګار هم ورته شکایت لري. هغه وايي، ایوب د ژوند په وروستیو کې ناروغ و، خو د درملنې او پوښتنې لازم پام ورته ونه شو. د نوموړي په وینا، له مړینې وروسته یې نه رسمي فاتحه واخیستل شوه او نه ورته کومه ځانګړې غونډه جوړه شوه. ایوب چې خلکو د درناوي له مخې «ایوب استاد» باله، د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري کې ومړ او په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو.
د کورنیو په باور، د هنرمندانو د ملاتړ نشتوالی نوې ستونزه نه ده او د هنرمند د زړښت، ناروغۍ او کمزورۍ پر مهال د مرستې ترڅنګ، له مړینې وروسته د هغوی د اثارو او نومونو ساتنې ته هم پاملرنه نه کېږي. دوی وايي، پخوانۍ رسمي نمانځنې یوازې د محدود شمېر کسانو لپاره وې.
د جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی ویاند محمد صابر مومند بیا وايي، په هغه دوره کې د هنرمندانو د پالنې او نمانځنې ګڼې بېلګې موجودې وې. نوموړي ټینګار کړی چې د هنرمندانو ملاتړ د مسوولو او ځوابویونکو نظامونو دنده ده؛ خو په راپور کې مرکه شوي کسان د دې ادعاوو ساحه محدوده بولي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې پر موسیقۍ او مجسمه جوړونې بندیزونه لګېدلي او ځینې نور هنرونه هم محدود شوي دي. د راپور له مخې، دې وضعیت ګڼ هنرمندان له هېواده وتلو ته اړ کړي، په داسې حال کې چې په هېواد کې پاتې کسان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
له پرتګال څخه د افغانستان د موسیقۍ د انستیتوت مشر احمد ناصر سرمست وايي، په هېواد کې د موسیقۍ، تیاتر، سینما او نورو هنرونو د فعالانو د حقونو د خوندي کولو لپاره لازم حقوقي چوکاټ نشته. فرهنګي فعالان ټینګار کوي چې هنرمندان د ټولنې د فرهنګي تاریخ برخه ده او باید د ژوند پر مهال او له مړینې وروسته یې آثار، زده کړې او میراث هېر نه شي.