د امریکا عدلیه: افغانه په نوادا کې د ناقانونه رایې ورکولو له امله تورنه شوې

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، یوه افغانه او یو سوداني وګړی په نوادا ایالت کې د فدرالي ټاکنو پر مهال د ناقانونه رایې ورکولو په تړاو له قانوني تورونو سره مخ شوي دي.
د وزارت په بیان کې ویل شوي چې افغانه خالده ساپۍ نومېږي او د ۲۰۲۴ کال په عمومي ټاکنو کې یې رایه ورکړې ده. د بیان له مخې، منیز الزبیر علي یوسف هم په همدې کال کې د رایې ورکولو له ورته تور سره مخ دی.
دواړه کسان د امریکا د دایمي اقامې کارتونه، چې په عامه توګه د ګرین کارت په نوم یادېږي، لري. د امریکا د قانون له مخې، د ګرین کارت لرونکي کسان په فدرالي ټاکنو کې د رایې ورکولو حق نه لري.
د عدلیې وزارت ویلي چې پر دواړو کسانو په امریکا کې د ناقانونه رایې ورکولو تورونه لګېدلي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې جرم لپاره لږ تر لږه د یوه کال بند او تر ۱۰۰ زرو ډالرو پورې د جریمې سزا ټاکل شوې ده.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې خالده ساپۍ او منیز الزبیر علي یوسف به کله محکمې ته وړاندې کېږي. د وزارت بیان د قضیې په اړه تر دې زیات جزئیات نه دي ورکړي.