د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالوهاب سرتیر

د عبدالوهاب سرتیر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

5 خپاره شوي شعرونه

مورېبشپړ شعر ولولئ

مورې

عبدالوهاب سرتیر

مورې خداي دې وبخښه يادېږې مې
ډېره راته گرانه یې خوښېږې مې
اوه واړه جنت دې مکان اوسه
گلونو کي پوښلی دې ټول ځان اوسه
لاس د نوازش دې پر خپل سرغواړم
ډک دي له خوږو په ځان نظر غواړم
بيا مي که په ژوند نړۍ ته راشې ته
بيا مي که رنځونو ته دوا شې ته
بيا دې چې په غېږه کي للو شمه
بيا چې لږ او ډېر په يو څه پوه شمه
خاوري د پښو به دي رانجه کړمه
سترگې به رڼې ورباندي زه کړمه
غږ ته به دې جان وايم قربان موري
وړم به دې هر آمر او فرمان موري
تېربه مي ټول عمر په خدمت کړم ستا
تل به زه خدمت په صداقت کړم ستا
گرد به دې رخسار باندي پرې نږدمه
سترگي به دې لار باندي پرې نږدمه
تا د زنده گۍ په راز پوه کړی يم
تا د آزادۍ په راز پوه کړۍ يم
تا راکړې پيو کې د قام مينه
تا د انسانيت او د اسلام مينه
زه به دې تر سره هر ارمان کړمه
تابه زه جوگه د کهکشان کړمه
تا ته به ډالۍ ټولي خوښۍ کړمه
تابه د دې عصر ملالۍ کړمه
ستا د پيو بيه به پوره نشي
نشی، نشی، نشی گر سره نشی
غواړم چې بيرغ د خپل هيواد دې کړم
فخر د دې خاورې او اولاد دې کړم
غواړم چې جوغه د اسيا دې کړم
وياړ د انسانيت او د دنيا دې کړم
وياړ دي پر پوړنی د افغان موري
اي د احمد شاه او ميرويس خان مورې
روح دې په باغونو کې د جنت اوسه
خاوري دې گلونه د فرهت اوسه

غــــزلبشپړ شعر ولولئ

غــــزل

عبدالوهاب سرتیر

ساقی سترګو دجانان ته می رنګ غواړم
دا پیالې چی جنګوو سره شرنګ غواړم
پتنګان شول حسابی بله ډېــــوه کــــــړه
مُدعی شه شمعی بیا چی پتنګ غواړم
په هــــــوائې له دوهی یـــــــمه راوتی
خوب دزلفو پر بالښت چی ملنګ غواړم
ګوندی سرې چړی په ښکار کړي دميئنو
ايښی سر لکه ګډوری پر سنګ غواړم
پری ورځم کانی دباز کوم په جنګ کی
نن له سترګو دجانان سره جنګ غواړم
چی نشه سرتېر دسترګو په پیالو شوم
لیونی نه یم ساقی چی دې بنګ غواړم ؟!

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالوهاب سرتیر

شينخالۍ خال دې پټوم ، زه د خالونو غل یم

د مينی تږی یم ، دشونډو د جامونو غل یــــم

شرنګ دپایزېب دې انګازې کوي غوږو کې زما

د شرنګ مېرمنی د نغمـو ا ودسازونو غل یم

ګورم دی رنګ رنګ غوړېدلی دي ګلان دحُسن

ځولئ مې تنګه ګلان ډېر زه دګلـــــونو غل یم

زه په رنګينو لو پټو کې دلمر وړانګې کرم

کله له لری ، کله لنډ د ګـــــودرونو غل یم

د تورو زلفو تورې شپې دې رڼوم تېرېږم …

د مخ ډېوه دې بلوم د سهارونو غـــــــــل یم

هم دې کاته ، هم دې خندا هم دې وږمې دڅڼو

نوې سوژې راکوي ماته دشعرونو غل یم

چې په غوټيوو کې خندا دژوندانه کري ځآن

چې چېرته وي سرتېر د هغو بهارونو غل یم؟!

مرموز تبسم ؟بشپړ شعر ولولئ

مرموز تبسم ؟

عبدالوهاب سرتیر

د اوښکو سلسلى مې بارانونه ننګوي

آهونه لېوني مې تو پانونه ننګوي قربان

دى له دې سرو شونډ و لږ وخانده جانانه

خندا دى په سرو شونډ و ، سره ګلونه ننګوي

يو شرنګ دى په آٙواز کې انګازى کوى دلبره

سازونه چى دا اورمه ، سازونه ننګوى

مرموز يو تبسم دى په آ سمان د اننګو کى

يو زه ګورم اشنا چې ما ښامونه ننګوى

يو ته ئې چې کاته دى تاب له ما سرتېره اخلى

همدغه بى تابى مې نن شعرونه ننګوي ؟؟

تاته وایمبشپړ شعر ولولئ

تاته وایم

عبدالوهاب سرتیر

په دې دومره ننواتو او زاریــــــوو

تا وانخست لاس له خپلو خپلسریوو

که بدلی په وارو خپلې جامې کړې

نه پټېږې په دې خپلو مرداریــــوو

له غلیم سره دې کړی تعــــهد دی

چې پیسې درته رالېږي په لاریوو

درغلی ښې پخې خښتی په لاس دي

دېوالونه جــــــوړوه له کــــکریوو

هره خوا چې سترګې اړوم ماتم دی

وطن ټول واخست پر سر نا کراریوو

ټول لاسونه سبا خپل ګرېوان کې ګوره

دهغو چې تا نیولی له مر یوو ؟!