پښتو ادب · شاعران
غلام نبی ګل
د غلام نبی ګل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
7 خپاره شوي شعرونه
د څپانده کنړی سیند لامبو زنهبشپړ شعر ولولئ
د څپانده کنړی سیند لامبو زنه
غلام نبی ګل
د څپانده کنړی سیند لامبو زنه
ما څارلی
ما څارلی
زه هغه مهال دی غرو ته په یو کار پسی راوتی
تا سیلاب کی سیلاوو سره مستی کړه
سومره مست وی
سومره مست وی
بی څناچ دی وردانګلي
ما څارلی
ما څارلی
ټټر ستا په سیلاوو زخمی زخمی وو
تا هماغسی بلوسلی
ما لیدلی
ما ویل دا د هندوکش زوی څه بلا کړی
ته په شونډو مسکیدلی
ما لیدلی
ته د سیند منځ کی د سره ښامار په ولو
لکه غشی تاویدلی
ما څارلی
ټول سیند مالا مال په وینو اوبه سری وی
تا چی څڼی بیا سنډلی ما لیدلی
اوس بیا هم دا مهال بل کار پسی وتی
سنګینی خور می یو سپین ښامار چیچلی ¹
پنځه تاند بچی یی هم په زهرو مړه دی
توری وینی یی غړپولی ما ژړلی
ما ویل نه شی په ژړا تری راروان شوم
څو پیدا کړم پاړوګر په کوم یو کلی
پاړوګر ډیری ودو باندی اخته وو
هر یو لاړی تاوولی ما لیدلی
ما ویل دا بلا تنها په وده نه شی
بیا رایاد شول لامبوزن د دغه کلي
چی د سیند منځ کی د سره ښامار په ولو
لکه غشی سرخیدلی
لکه غشی سسرخیدلی
١: د سنګین پيښه چی یو امریکایی یوه ټوله کورنی
وژلی.
د ویاړلی ملت یادونهبشپړ شعر ولولئ
د ویاړلی ملت یادونه
غلام نبی ګل
د تورو ځل کی می په څنډو د اسمان ولیده
د پیو لاری نه په بره می روان ولیده
هامیوندی کوچی سپوږمی کی ژی په سر روانه
یوی ناهیدی ته می لاس په نام غلمان ولیده
د سطرنج لوبه ده غلام د پاچا ځای نیولی
د شور بازار د پخ په لاس می ¹حصار وران ولیده
هغه پیت پزی ته ټینګ نه شو موږ ته خدای خبر که
له غوسی تور او شین می خړ وا پړ پټان ولیده
ها ښکرور غویه چی ځمکه یی په ښکر ولاړه
ما یی مات شوی ښکر د خپل کور په دالان ولیده
څومره ناولی ده د سپینی کلا سره شرمخه
ما یی وخکیو کی ځیګر د یو انسان ولیده
لستوڼي بډ وهی د دین،وطن،ناموس دفاع ته
ما س بری قسم په پاڼو د قران ولیده
¹:بالا حصار
ملالې پرېږدئبشپړ شعر ولولئ
ملالې پرېږدئ
غلام نبی ګل
د تراجمیر واورینی څوکې ته ختل په مخکې
د بې حسابه پرهرونو دي ګنډل پـــــه مخکې
په بوسه نه کیږي چې تنده مې پرې ماته کړمه
دا د شډل بډل افــــغان تندی څټل پـــــه مخکې
ملالې، پرېږدئ چې کولالې شي منګي درجوړ کړي
دا د مریخ چینې، نه یې دي اوبه راوړل په مخکې
لــــــه طوفانونو سره روږدیه مجاهده آشنا
اوس د ساحل د وږو تږو مړول په مخکې
د څڼو غوړ ته د شړشمو کرل یوه غواړي
د یوغ او سپارې او مالې دي رغول په مخکې
وچو سبو د سهار چای کې مو وښکي داغلي
که چیرې کوچ خورو د مستو مو دي شاربل په مخکې
په عقل ندي برابرې زموږ فتحې بـــــار بـــار
سجدې د شکر ته د شپې زړه کې ورتلل په مخکې
که چیرې غواړو تخت او بخت مو برقرار پاتې شي
د ځمکې تل کې د خولو دي تویول په مخکې
چې هم آمام یې هم مؤذن یې پدې نه جوړېږي
د دغه هسکو منارونو رنګول پـــه مخکې
چې څڼې ونه څنډې کار خپل تمام ونه ګڼې
د کونډو رونډو، یتیمانو نازول په مخکې
۳۰ /سرطان/ ۱۴۰۱
په شا نه ځي مو لښکرېبشپړ شعر ولولئ
په شا نه ځي مو لښکرې
غلام نبی ګل
په شا نه ځي مو لښکرې
دا چې ګورې تورې لړۍ
د لوړ غره په څوکو بری
خاموشي کې شور نغښتی
سپین او تور کې پور نغښتی
د ایرو تل کې اور نغښتی
د سیلاب تر مخ ککرې
***
د تور غار تر غولۍ لاندې
ملاست شپانه دي لاندې باندې
مېږې پندي کنډر لاندې
د لیوانو شپې اخترې
***
په سکون کې واویلا ده
له مجنون خفه لیلا ده
له کېږدو ډکه صحرا ده
کوچۍ جنې مرغلرې
***
کوو لوبې پاڼ تر غاړې
د بهبود لټوو چارې
ګاونډیانو وکړې مارې
شي جرګې ملک نه بهرې
***
نوی کهوله ویښوم دې
ښایسته پیغلې تخنوم دې
ماته ګرانې ښکلوم دې
د غلو لار څاری کیکرې
***
د میزان په تله تول شې
چې عالم یو ځای راټول شي
متقیانو ته پسول شې
د سرکشو دوسۍ جړې
***
خلکو سوزم خوږلن اور کې
د خوږې مینې په تور کې
ساه مې اخلې په خپل کور کې
جنازې دي لرې برې
***
د بحرونو سلطان مړ شو
د خشکۍ پهلوان پړ شو
د نبرد په میدان خړ شو
اوس شیطان سره ډغرې
***
پاس د زاڼو قطارونه
ځمکې لاندې سره لالونه
په ابحارو کې موجونه
په شا نه ځي مو لښکرې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
غلام نبی ګل
د سکروټو په غره وختل خمار مست
دې کلبه کې هم خمان مست هم میخوار مست
چې په سپينو یې ګټل په تورو باخت وي
داسې دو کې ډیر ښاغلي په قمار مست
که خمان د میکدې مستانو مات کړل
بیا به ګورې ټول وګړي ددې ښار مست
ښایې شونډې د غوټۍ یې ښکلې کړي
معلومیږي پدې بڼ کې هر یو خار مست
درغښت هیله یې نلرم له خدایه
رانه غوښتې مې جانان زما پرهار مست
لکه زیری د برئت چې وي پرې شوی
دا سرمسته لیونی په سر د دار مست
د عذرو زولۍ مې تشه ستنه نکړې
ای ساقي له تانه غواړم خپل نګار مست
زه غلام ستا د نبي یم ګل مې بولي
د نبي په روی غلام کړه په دیدار مست
۲۰۰۲
***************************************
دا تخمونه د اغزیوبشپړ شعر ولولئ
دا تخمونه د اغزیو
غلام نبی ګل
دا تخمونه د اغزیو
د ساړه ژمي اوږده شپه د یلدا ده
موږ رڼه کړه په مورچل کې اوس سبا ده
منت باره د کافر مسلمان نه یو
سر لوړی مو د ملت د سر سودا ده
خوبولی ملتونه اسیران شي
د خوب لوی تاوان له ټولو نه همدا ده
دا د لر او بر خیرات به مو نس درد کړي
په ظاهره معلومیږي چې حلوا ده
شاعر نه وم د وطن مینې شاعر کړم
تور بورا یې را ته ښکلی تر عنقا ده
دا تخمونه د اغزیو دا د ګلو
چې هر یو کرې واکداره خوښه ستا ده
ګله شپه او ورځ درود ور باندی وایه
د نړۍ ویاړ او رحمت چې دې پیشوا ده
ته ملا ته ووایهبشپړ شعر ولولئ
ته ملا ته ووایه
غلام نبی ګل
ټول به مینه مینه شو څو اوښکې روانې شي
ځو به د منزل په لور څو شاړې ابادې شي
دا د غم ټغر اخر څنډې ته کیدل غواړي
لامبو د خولو ډنډ کې څو مو جوړې چارې شي
دا آسمان خراش غرونه ډک دی له لعلونونه
لاس به پرې تڼاکې کړو څو ټول لارې لارې شي
چیرته لیونی داود چیرته لاړ ډاکټر وکیل
قبر نه یې را پاڅوئ څو ونې باردارې شي
خیر که باران نه اوری دشتی غاټول نه ټوکې
وینې د ځیګر ورکوو څو دشتې سینګارې شي
دا منصور منصور وطن غوږ کې ګل ته وویل
ته ملا ته ووایه څومې را تر غاړې شي