د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
غلام نبی ګل

ته ملا ته ووایه

ټول به مینه مینه شو څو اوښکې روانې شي

ځو به د منزل په لور څو شاړې ابادې شي

دا د غم ټغر اخر څنډې ته کیدل غواړي

لامبو د خولو ډنډ کې څو مو جوړې چارې شي

دا آسمان خراش غرونه ډک دی له لعلونونه

لاس به پرې تڼاکې کړو څو ټول لارې لارې شي

چیرته لیونی داود چیرته لاړ ډاکټر وکیل

قبر نه یې را پاڅوئ څو ونې باردارې شي

خیر که باران نه اوری دشتی غاټول نه ټوکې

وینې د ځیګر ورکوو څو دشتې سینګارې شي

دا منصور منصور وطن غوږ کې ګل ته وویل

ته ملا ته ووایه څومې را تر غاړې شي

د شاعر نور شعرونه ←