پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د څپانده کنړی سیند لامبو زنه
د څپانده کنړی سیند لامبو زنه
ما څارلی
ما څارلی
زه هغه مهال دی غرو ته په یو کار پسی راوتی
تا سیلاب کی سیلاوو سره مستی کړه
سومره مست وی
سومره مست وی
بی څناچ دی وردانګلي
ما څارلی
ما څارلی
ټټر ستا په سیلاوو زخمی زخمی وو
تا هماغسی بلوسلی
ما لیدلی
ما ویل دا د هندوکش زوی څه بلا کړی
ته په شونډو مسکیدلی
ما لیدلی
ته د سیند منځ کی د سره ښامار په ولو
لکه غشی تاویدلی
ما څارلی
ټول سیند مالا مال په وینو اوبه سری وی
تا چی څڼی بیا سنډلی ما لیدلی
اوس بیا هم دا مهال بل کار پسی وتی
سنګینی خور می یو سپین ښامار چیچلی ¹
پنځه تاند بچی یی هم په زهرو مړه دی
توری وینی یی غړپولی ما ژړلی
ما ویل نه شی په ژړا تری راروان شوم
څو پیدا کړم پاړوګر په کوم یو کلی
پاړوګر ډیری ودو باندی اخته وو
هر یو لاړی تاوولی ما لیدلی
ما ویل دا بلا تنها په وده نه شی
بیا رایاد شول لامبوزن د دغه کلي
چی د سیند منځ کی د سره ښامار په ولو
لکه غشی سرخیدلی
لکه غشی سسرخیدلی
١: د سنګین پيښه چی یو امریکایی یوه ټوله کورنی
وژلی.