افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
د سکروټو په غره وختل خمار مست
دې کلبه کې هم خمان مست هم میخوار مست
چې په سپينو یې ګټل په تورو باخت وي
داسې دو کې ډیر ښاغلي په قمار مست
که خمان د میکدې مستانو مات کړل
بیا به ګورې ټول وګړي ددې ښار مست
ښایې شونډې د غوټۍ یې ښکلې کړي
معلومیږي پدې بڼ کې هر یو خار مست
درغښت هیله یې نلرم له خدایه
رانه غوښتې مې جانان زما پرهار مست
لکه زیری د برئت چې وي پرې شوی
دا سرمسته لیونی په سر د دار مست
د عذرو زولۍ مې تشه ستنه نکړې
ای ساقي له تانه غواړم خپل نګار مست
زه غلام ستا د نبي یم ګل مې بولي
د نبي په روی غلام کړه په دیدار مست
۲۰۰۲
***************************************