پښتو ادب · شاعران
شاه ولی ارین
د شاه ولی ارین پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
د اقرأ حکم تر څنګه -د ثاني امر خبرهبشپړ شعر ولولئ
د اقرأ حکم تر څنګه -د ثاني امر خبره
شاه ولی ارین
د اقرأ حکم تر څنګه
د ثاني امر خبره
دغـه حـکم لــه کوم ځـای درتـه راغلی
مـحـتسب یې هـم قاضي او هـم قصاب
هـدېـرې د تیارو، ورځ تـر بل زیاتېږي
د مـحشر پـه ورځ بـه څـه لـرې حساب
د اقــرأ حـکم واجــب پــر مسلمـان دی
تـعلـیـم حـق د جـنکــو دی پــه حـجـاب
نــه پـوهـېـږم زمـاني دا څــه روان دي
د غـیـرحکم دی جـاري لــه کـومه بـاب
یــا تصمیم لـه بـلـه ځـایـه صادرېــږی
کـهنـه ولـې دوي روان دي بـې کـتـاب
ازادي ربــه پــه برخـه د افـغـان کړې
نـور تـر څـو بـه غلامان یـو د جنـاب
د اومید بـېـړۍ مـو مخ پـه غـرقیدو ده
ربه خلاص مو کړه له قهره د دریاب
۲۹د جولای ۲۰۲۶کال
دنمارک
د زدکړو گامبشپړ شعر ولولئ
د زدکړو گام
شاه ولی ارین
د کـوثـر د اوبــو جام مـو رانسکورکړ
د تـعلیم، رڼـا ستر ګام مو رانسکورکړ
عـلم، فـن د دغـه وخـت ستـره اړتـیاده
د افـغـان ولس مـقـام مـو رانـسکـورکړ
د نـظـام بـقـا عــلمـیـت تـکنـالــوژي ده
د ټـولنې دې تـه پـام مـو رانسکـورکـړ
مـولا غـوږ شه د ولس اواز خو واوره
شان، عـزت د یـوه قام مـورانسکورکړ
نـه پوهېـږم چې دا څـه مو روان کړي
د تعلیم د حـق احکام مو رانسکور کـړ
د جولای ۱۴کال ۲۰۲۶
رنګ یې ورک شهبشپړ شعر ولولئ
رنګ یې ورک شه
شاه ولی ارین
چې نامرد وي که دې یاروي، رنګ یې ورک شه
که دې هر څومره د کار وي، رنګ یې ورک شه
صـداقـــت ریـښـتـیـنـولـي چـې پــه کـې نـــه وي
پـه ظاهر که ستا دلـدار وي، رنګ یـې ورک شه
پــه نـیـرنـګ بــه قــدرمـن درتــه خـطاب کـړي
په بـاطن کې بـه اغیـار وي، رنګ یې ورک شـه
دی کســانــو ســـره چـــارې پــه کــار نــــه دي
د لستـوڼـي بـه دې مــاروي، رنګ یې ورک شـه
داسې خلک د اعـتبـار اوحساب نـه دي، اریـنـه
یـارانـه کې چې غـدار وي، رنـګ یې ورک شـه
د جون دویمه کال ۲۰۲۶