د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1652 شاعران10764 شعرونه
شاه ولی ارین

رنګ یې ورک شه

چې نامرد وي که دې یاروي، رنګ یې ورک شه
که دې هر څومره د کار وي، رنګ یې ورک شه
صـداقـــت ریـښـتـیـنـولـي چـې پــه کـې نـــه وي
پـه ظاهر که ستا دلـدار وي، رنګ یـې ورک شه
پــه نـیـرنـګ بــه قــدرمـن درتــه خـطاب کـړي
په بـاطن کې بـه اغیـار وي، رنګ یې ورک شـه
دی کســانــو ســـره چـــارې پــه کــار نــــه دي
‎د لستـوڼـي بـه دې مــاروي، رنګ یې ورک شـه
داسې خلک د اعـتبـار اوحساب نـه دي، اریـنـه
یـارانـه کې چې غـدار وي، رنـګ یې ورک شـه
د جون دویمه کال ۲۰۲۶

د شاعر نور شعرونه ←