افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1652 شاعران10764 شعرونه
د اقرأ حکم تر څنګه -د ثاني امر خبره
د اقرأ حکم تر څنګه
د ثاني امر خبره
دغـه حـکم لــه کوم ځـای درتـه راغلی
مـحـتسب یې هـم قاضي او هـم قصاب
هـدېـرې د تیارو، ورځ تـر بل زیاتېږي
د مـحشر پـه ورځ بـه څـه لـرې حساب
د اقــرأ حـکم واجــب پــر مسلمـان دی
تـعلـیـم حـق د جـنکــو دی پــه حـجـاب
نــه پـوهـېـږم زمـاني دا څــه روان دي
د غـیـرحکم دی جـاري لــه کـومه بـاب
یــا تصمیم لـه بـلـه ځـایـه صادرېــږی
کـهنـه ولـې دوي روان دي بـې کـتـاب
ازادي ربــه پــه برخـه د افـغـان کړې
نـور تـر څـو بـه غلامان یـو د جنـاب
د اومید بـېـړۍ مـو مخ پـه غـرقیدو ده
ربه خلاص مو کړه له قهره د دریاب
۲۹د جولای ۲۰۲۶کال
دنمارک