افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1652 شاعران10764 شعرونه
د زدکړو گام
د کـوثـر د اوبــو جام مـو رانسکورکړ
د تـعلیم، رڼـا ستر ګام مو رانسکورکړ
عـلم، فـن د دغـه وخـت ستـره اړتـیاده
د افـغـان ولس مـقـام مـو رانـسکـورکړ
د نـظـام بـقـا عــلمـیـت تـکنـالــوژي ده
د ټـولنې دې تـه پـام مـو رانسکـورکـړ
مـولا غـوږ شه د ولس اواز خو واوره
شان، عـزت د یـوه قام مـورانسکورکړ
نـه پوهېـږم چې دا څـه مو روان کړي
د تعلیم د حـق احکام مو رانسکور کـړ
د جولای ۱۴کال ۲۰۲۶