پښتو ادب · شاعران
عبدالرحمن غضري
د عبدالرحمن غضري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
سندرهبشپړ شعر ولولئ
سندره
عبدالرحمن غضري
څنګه سندره شم شپيلۍ دجانان اوراخستی
زړونه لمبې وږي
خولګۍ دجانان اور اخستی
دوخت درويشه زماديارپه نوم لاس جګ کړه رب ته
په هر فرهارکې يوې سلګۍ
دجانان اوراخستی
دهسک څيښتنه په اوبونه مري يوبل څه وکړه
دسيندپه منځ کې مې کيشتۍ دجانان اوراخستی
داوښکوستوري يې په سروکسيوکې وخوټيدل
غزل بې موره شوه ځوانۍ دجانان اور اخستی
دلته
سنګساردی دهنداروغيږله وينوډکه
هلته ټپه سوځي کيږدۍ دجانان اوراخستی
ميراث زړګيه داوميدپه ځای دې
تندر پريوت
مسکاپه ځان ژاړي ککۍ دجانان اوراخستی
وس به يې څه وړې غضري ديارمشکي ؤربل ته
غاټول
بې ځانه پرو غوټۍ دجانان اوراخستی
ساجر ١٣٨٥/١٠/١٧
دخيال کروندهبشپړ شعر ولولئ
دخيال کرونده
عبدالرحمن غضري
دخيال کرونده
شپوته به مې لولې دسپږمۍ کيسه به زه يم
ه
ښکلې ستابيباکه غرمنۍ کيسه به زه يمه
روح ته به دې زماديادبلاوې سيوری سيوری وي
شونډې به دې
ريږدي پيريانۍ کيسه به زه يمه
اوښکه اوښکه مينه به دې زماګريوان کې وڅاڅي
ستادشوخوسترګودمستۍ کيسه
به زه يمه
زړه کې به دې مينه دغزل په ګتووکرم
وينه به له تا روې ځوانۍ کيسه به زه يمه
ويبه چې
دخيال په کرونده کې دې زرغون شمه
ډيرسپرلي به وينې خوغوټۍ کيسه به زه يمه
يوبه شي دوخت قاصد زمادزړه
توده چيغه
دښتې به مې اوري دکيږدۍ کيسه به زه يمه
سيندته داحساس به دې څپه څپه رنګ ورکړمه
غلی
به ساحيل وي دکيشتۍ کيسه به زه يمه
ويل يې غضري ستاد سندروپيربه مړوې بيا
زه به دې الهام يم ښاپيرۍ
کيسه به زه يمه
ساجر ٢٠٠٦/٣/٩
اغلې پيغلهبشپړ شعر ولولئ
اغلې پيغله
عبدالرحمن غضري
اغلې پيغله
چې سيندسندرې وايي
اوڅپې مستې شي
دمستې نڅ
اګرې په څير سراچوي
ستوري په مينه مينه
دکومي مستې ښائستې له شونډو
دخيال په شونډوباندي مچې
اخلي
هلته ورپوري دساحيل په غاړه
دورکولارويوستومان مسافر
په يوه وړه کيشتۍ کې
دنااشنامنزل سفرپيل کړي
زه به درځمه ستاتياره کوڅې ته
زه به له ځان سره سپږمۍ درولم
داسمان ښکلې پيغله
هغه نازکه تکه سپينه اواغلې پيغله
زه به د دې غې پيغلیې سپينې ليچې
پستې نازکې اووريښمينې ليچې
ستادکوڅودتورلښکرپه زړه کې
لکه دسپين خنجر اينې ماتې کړم
زه به په دغو تکوسپينو او وريښمېنوليچو
ستادکوڅې دبلامورزيندۍ کړم
ساجرسعودي عرب ٢٠٠٦/٢/١٢
ناغېبشپړ شعر ولولئ
ناغې
عبدالرحمن غضري
شيخه ستاګومان سم نه دی زموږنغمې دوزخي نه دي
له زبوره
زيږيدلې ترانې دوزخي نه دي
اوردشمعې په سرهم وي خورڼا ته يې ته زهدکړي
سرې سکروټې که هرڅه وي پلوشې
دوزخي نه دي
په فتواکې محطاط وسه ګمراهان په کفرلمانځه
په دې لاره رهي ټولې قافلې دوزخي نه
دي
ښايې ستاضعيفوسترګودژوندټول البوم ونه کوت
ددې ښکليوتصويرنونندارې دوزخي نه دي
ورته ځيرشه
چې باوردمعصومتوب دې باندي راشي
زماديارسترګوکې تيري سرې ناغې دوزخي نه دي
دجنت انځورچې باسم زماسردحوري غيږوي
خدای شاهددی پټ په زړه کې زمااسرې دوزخي نه دي
يوجانان ټپوکې ستايې بل يې زړونه ګودروړي
زياتي نوريې زه ضا مين يم پښتنې دوزخي نه دي
درقيب سترګوکې خدايزده غضري ولې ازغی شي
ګنې ټول په
دې پوهيږو زموږ شملې دوزخي نه دي
ساجرسعودي عرب