افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1606 شاعران10557 شعرونه
اغلې پيغله
اغلې پيغله
چې سيندسندرې وايي
اوڅپې مستې شي
دمستې نڅ
اګرې په څير سراچوي
ستوري په مينه مينه
دکومي مستې ښائستې له شونډو
دخيال په شونډوباندي مچې
اخلي
هلته ورپوري دساحيل په غاړه
دورکولارويوستومان مسافر
په يوه وړه کيشتۍ کې
دنااشنامنزل سفرپيل کړي
زه به درځمه ستاتياره کوڅې ته
زه به له ځان سره سپږمۍ درولم
داسمان ښکلې پيغله
هغه نازکه تکه سپينه اواغلې پيغله
زه به د دې غې پيغلیې سپينې ليچې
پستې نازکې اووريښمينې ليچې
ستادکوڅودتورلښکرپه زړه کې
لکه دسپين خنجر اينې ماتې کړم
زه به په دغو تکوسپينو او وريښمېنوليچو
ستادکوڅې دبلامورزيندۍ کړم
ساجرسعودي عرب ٢٠٠٦/٢/١٢