د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1606 شاعران10557 شعرونه
عبدالرحمن غضري

ناغې

شيخه ستاګومان سم نه دی زموږنغمې دوزخي نه دي
له زبوره
زيږيدلې ترانې دوزخي نه دي
اوردشمعې په سرهم وي خورڼا ته يې ته زهدکړي
سرې سکروټې که هرڅه وي پلوشې
دوزخي نه دي
په فتواکې محطاط وسه ګمراهان په کفرلمانځه
په دې لاره رهي ټولې قافلې دوزخي نه
دي
ښايې ستاضعيفوسترګودژوندټول البوم ونه کوت
ددې ښکليوتصويرنونندارې دوزخي نه دي
ورته ځيرشه
چې باوردمعصومتوب دې باندي راشي
زماديارسترګوکې تيري سرې ناغې دوزخي نه دي
دجنت انځورچې باسم زماسردحوري غيږوي
خدای شاهددی پټ په زړه کې زمااسرې دوزخي نه دي
يوجانان ټپوکې ستايې بل يې زړونه ګودروړي

زياتي نوريې زه ضا مين يم پښتنې دوزخي نه دي
درقيب سترګوکې خدايزده غضري ولې ازغی شي
ګنې ټول په
دې پوهيږو زموږ شملې دوزخي نه دي
ساجرسعودي عرب

د شاعر نور شعرونه ←