افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1606 شاعران10557 شعرونه
سندره
څنګه سندره شم شپيلۍ دجانان اوراخستی
زړونه لمبې وږي
خولګۍ دجانان اور اخستی
دوخت درويشه زماديارپه نوم لاس جګ کړه رب ته
په هر فرهارکې يوې سلګۍ
دجانان اوراخستی
دهسک څيښتنه په اوبونه مري يوبل څه وکړه
دسيندپه منځ کې مې کيشتۍ دجانان اوراخستی
داوښکوستوري يې په سروکسيوکې وخوټيدل
غزل بې موره شوه ځوانۍ دجانان اور اخستی
دلته
سنګساردی دهنداروغيږله وينوډکه
هلته ټپه سوځي کيږدۍ دجانان اوراخستی
ميراث زړګيه داوميدپه ځای دې
تندر پريوت
مسکاپه ځان ژاړي ککۍ دجانان اوراخستی
وس به يې څه وړې غضري ديارمشکي ؤربل ته
غاټول
بې ځانه پرو غوټۍ دجانان اوراخستی
ساجر ١٣٨٥/١٠/١٧