د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

جعفر هاند

د جعفر هاند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

7 خپاره شوي شعرونه

نظمبشپړ شعر ولولئ

نظم

جعفر هاند

ګـوره نا ځوانې نا ځواني دې وکړه
تا خـو ويل چې تا به ځان سره وړم
مـاته بې يـاره چکر خوند نه راکيئ
داوارې خدايږو تا به ځان سره وړم

ګوره نا ځوانې ناځوانې دې وکړه
تا خـو ويـل تا بـه پغـمان ته بيا يم
هـغه دسپيـنو سپينو واور و ښار ته
تا په غـزني تا به بامـيان ته بيا يم

ګـوره نـا ځوانې ناځواني دې وکړه
کـړې خــبـره دې رښــتــيا ونـکـړه
زه دې بـونــه تـلـمه يــواځــې لاړې
پـرخـپلـه ژمــنـه دې وفــا ونــکــړه

خــيـر دى جـانانه هـېڅ پـروا نـکـوي
زه درته ښه
وخت ښه چکر غواړمه
رب دې په خـير يوسه په خـير راولـه
بـس بـې خـطـره دې سـفـر غــواړمـه

خــو ګـــوره دا خـــبـره يــاده سـاتــه
مـاتـه پــغـمـان نـه بـه توتـــان راوړې
تا چې غـزني کې دې اخيستي ګرانې
مـاتـه بـه هـغـه تـــصــويـران راوړې

٨٤/٢/٢٤کابل

دجانان کوټهبشپړ شعر ولولئ

دجانان کوټه

جعفر هاند

د جانان کوټه
آ دې ليدلې آ د لوى انگړ د وره تر څنگه
هغه وړه
خو گراني ښکلې ا و نيازبينه کوټه
آ چې بلا يادونه ستا دې په کې غلي راته
هغه زما د ژوند تر ټولو ده حسينه
کوټه

گراني ٣ کاله پس هسې خداى ورپېښ کړمه پرې
هر څه پرځاى و خو جانانه په کې ستا کمى و
د طبيعت د ښکلا رنگ خدايږو پيکه ښکاريده
څومره بي خونده و چې گرانه په کې ستا کمى و

هغه د وره د څنگ هينداره پر گردو لړلې
هغه چې تا په کې خپل ښکلى مخ هر وخت ليدلو
آ کمپيوټر لا اوس هم هاغسې پر ميز اېښى دى
هغه چې تا په کې
کيسه او ما به شعر ليلکو

آ د دهليز د کونج آ توره بخارۍ نه وه؟
هغه اوس هم شته او خلک ترې چاپېره ناست
وي
لکه داستا د تير يادونو او غمونو منځ کې
چې زما دا خوار زړه په کې گيره ناست وي.

د کتابونو المارۍ لا
اوس هم هاغسې رنگينه بريښي
خو په کې ستا لنډې کيسي او ناولونه نشته
د المارۍ د څنگ ديوال خدايږو سپېره ميره
دى
اوس په کې ستا آ ځړيدلي تصويرونه نشته

د پخلنځي او خوړنځي به درته څه ووايم
په پخلنځي کې اوس هر څه شته خو لوگي يې نشته
دخوړنځي د ميز چاپيره اوس هم ايښي چوکۍ
چې پرې ناشته وکړي جانانه آ سړي يې نشته

بس
خلص دا چې اوس هم هغه وخت،هغه ځايونه
خوتش يواځې په کې ستا ياره ديدار نشته
اوس دکابل دا لوى ښار هم راته
زندان ښکاري
په کې هرڅه شته خو جانان د زړه قرار نشته.

کابل نوې ښار
٢٠٠٧-١١-٢٠ ورځ سه شنبه وخت د سهار
٨:١٧

آزاد نظمبشپړ شعر ولولئ

آزاد نظم

جعفر هاند

آزاد نظم

كه دې قران او پيغمبر هم را استولي نه واى
ماته به ستا پروحدانيت او پروجود خاونده
دجانان دوه سترګې ملالې بس وې

كابل كارته پروان ديكشنبې ورځ ۱۳۸۳

ستاكليزهبشپړ شعر ولولئ

ستاكليزه

جعفر هاند

هـــودامــنم چې هلته هر کال ستا کــليـزه اشــنا
داسمان ښکلي زرين ستوري اوسپوږمۍ لمانځي
دمــستو مــستو ښـــاپـــېريو ا دچـــم امـــيــــره
دښــايســـتونو ښکــلاګـانــو شهـزادګـۍ لمانځي

هو دامنم ټول کاينات درته سرور،سرور وي
په مستو مستو خنداګانو باندې ولمانځل شې
درڼا زر رنګه ډيوې درته په غېږکې ناڅې
څه په زرينو رڼاګانو باندې ولمانځل شې

منم چې دلته رڼا مـړه شمعې ډيــوې هم نـشته
په دې وحشي تورتم کې څنګه وه کليزه کرانې
ښه په ايمان وايه په خوار زړه به دې څه تېرېده
سږ دې زمونږ په چم کې څنګه وه کليزه ګرانې

منم چې دلته دتورتم لوى حاکميت تېر شوى
مـنم چـې دلــته خلــک لمــر اورڼـا نه پېژني
خدايږو ټول عمر يې بس دزهرو کنډولې څښلې دي
مــنم چـې دلــته خلــک مــينه خــندا نـه پيــژنــي

دلته دهــر کـلي په هرکور کې وبا خوره ده
دلته هر ځاى کې دغمونو او ويرونو داستان
دلــته دژونــد دپـــېدايښت کــليزه نشته ګرانې
دلته هر وخت وي دويرونو او مرګونو داستان

پـام چې خــفه نشــې خــفه نشــې خفـه جـانانه
زمونږ په څېر دې هرڅه غلي په زړکي تېروه
دخوار ژوندو ن او دقاتل خزان په کشمکش کــې
عــمر پــه تمــه انتظــار دورک ســـپرلي تېــروه

دجانان دناستي ځاى ته!بشپړ شعر ولولئ

دجانان دناستي ځاى ته!

جعفر هاند

ترهغو ټولو ځـايـو وګــرځـــمـه
چې زما اشنا په کې قدم ايښى دى
اوس هغه ټولې دجنت ځمکې دي
هـغه چې تا په کې قدم ايښى دى

له هغه ځايه اوس هم نورورېږي
هغه چې تا په کې لمونځونه کول
هغه کوټه دسپينو حورو کور شوه
هـغه چې تا په کـې خـوبونه کــول

هغه ښوونځى دښاپېرو حرم شو
هغه چې تا په کې درسونه لوستل
هغه کتاب اوس دنړۍ شهکار دى
هغه چې تا په کې شعرونه لوستل

هـغه دوه سترګې دسـحر سـتوري شـوى
چې ستا په هجر کې يې نظر باى کړى و
اوس هغه زړه دعشق پر تخت ناست دى
چې ستا په مـينه کې يې سر باى کړى و

اوس هغه شونډې ښاپېرۍ ښکـلوي
چې ستا لاسونه يې ښکل کړي اشنا
اوس الاســونـه ټول جــهان تـه رسي
کوم چې ستا غاړې نه تاوو شوي اشنا

اوس هغه ځاى کې سره ګلونه شنه دي
تا چې په کوم ځاى کې لوظونه کړي
اوس هغه سر هسکه شمله ګرځېږي
چې ستا جنت غېږ يې خوبونه کړي

اوس هغه ستا غلام دمينې کرانې
ددې تمام جهان بادار ښکاري
هغه چې ښکلو پرې سلام نه کوو
اوس دجنت دحورو يار ښکاري

ايمان جانان ته!بشپړ شعر ولولئ

ايمان جانان ته!

جعفر هاند

دا نوې کال دې مبارک شه اول
نورې خبرې درته وروسته وايم
يو څو ټپې درته دمينې کووم
دغم سندرې درته وروسته وايم

په دې خفه نشې خفه جانانه
چې لږ ناوخته ستا سلام ته راغلم
چې بې ديدنه تش لاسونه ګرانې
سږ دې پو ښتنې ته ماښام ته راغلم

پام چې په زړه کې دې څه ونه ګرځي
چې زما له ياده به وتلې يي ته
چې بيا به هېڅ داستا پوښتنه نکړم
زما له پامه به لويدلې يي ته

قسم په خداى که مې له ياده وځې
جانان_جانان دې سم په زړه کې ساتم
هسې نه هېر مې شې کافر نشمه
لکه ايمان دې سم په زړه کې ساتم

په دې خفه نشې چې ولې ګرانې
سږ مې دنوي کال ډالۍ درنکړه
هغه داستا دمينې پور جانانه
دتېر په څېر ښکلې نتکۍ درنکړه

دا غريبي دې ورکه نوم دې و رک شي
ستا له يارۍ نه يې ويستلى يمه
په يو نظر چې مې ټول زړه باييللوو
ا جوارۍ نه يې ويستلى يمه

ژوند او مينهبشپړ شعر ولولئ

ژوند او مينه

جعفر هاند

ژوند او مينه

وخت و چې زه د وخت يو شوخ محصل وم
وخت و چې ما بلا ياران درلودل
د روح الله او د نثار په شانتې
زړه ته راتېر خواږه دوستان درلودل

وخت و چې هر څه به حکومت راکول
موږ به په مفتې ډوډۍ سټ کولو
چې مازديگر به شو لوبغالي ته تلو
ترلمرلويدو به موږ کرکټ کولو

وخت و چې موږ به د ليلي اطاق کې
پر بالښتو يو بل ويشتلو هسې
او چې د څنگ گاونډ به تنگ شو رانه
بيا به يې ديوال را ډبولوهسې

وخت چې موږ به ترسهار پورې
ټوکې ټکالې او کېسي کولې
د نامعلوم جانان په ياد کې به مو
بلا سندرې او ټپې ويلې

وخت و تر ډېره به ويده پاتې شو
او لمرخاته به پاڅيدو له خوبه
بيا به نو صنف کې د لکچر پرمهال
هسې بېواکه ځنگيدو له خوبه

وخت و،هر څه زموږ په زړه چلېده
وخت زموږ يو شاهانه ژوندون و
وخت و چې وخت زموږ د طبعې يار و
وخت و، زموږ ښه جانانه ژوندون و

خو دا ته نه وي!ته چې راغلې خدايږو
ارام ژوندون دې راته گډ وډ کړ
خواږه ياران دې رانه ټول هېر کړل
او پوهنتون دې راته گډ وډ کړ

اوس نو د شپې ټوکې ټکالې نشته
اوس له دې هرڅه ستړى شوى يمه
تا رانه دم واخېست ځواني واخېسته
اوس په ژوندوني لکه مړى يمه

اوس رانه درس د پوهنتون پاتې دى
اوس ټول د مېنې ناولونه لولم
هغه چاتا لېږلي تا راکړي
اوس هغه ښکلي کتابونه لولم

اوس چې ماښام شي شپه تياره غوندې شي
ستا ټيليفون ته انتظار کوومه
په کومه شپه چې زنگ را ونه وهي
بيا نو په ويښه آ شپه سهار کوومه

خو تا د دغومره کارو بدله کې
راته ډالۍ تش څو کلونه راکړل
له مادې ټولې خوشحالۍ واخېستې
او مقابل کې دې غمونه راکړل

خو زه بيا هم له دغه هرڅه سره
پر تا باور پر تا ايمان لرمه
ښايي د وخت به يو خوشبخت انسان يم
چې ستا په څېر ښکلى جانان لرمه

اوس هم چې زه سهار له خوبه پاڅم
تر هرڅه وړاندې ستا سلام کوومه
ماته له ټولې دنيا گران يې خدايږو
زه دې له زړه نه احترام کوومه

(روح الله اونثار زمادوه ملگري دي)