د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10565 شعرونه
جعفر هاند

ستاكليزه

هـــودامــنم چې هلته هر کال ستا کــليـزه اشــنا
داسمان ښکلي زرين ستوري اوسپوږمۍ لمانځي
دمــستو مــستو ښـــاپـــېريو ا دچـــم امـــيــــره
دښــايســـتونو ښکــلاګـانــو شهـزادګـۍ لمانځي



هو دامنم ټول کاينات درته سرور،سرور وي
په مستو مستو خنداګانو باندې ولمانځل شې
درڼا زر رنګه ډيوې درته په غېږکې ناڅې
څه په زرينو رڼاګانو باندې ولمانځل شې



منم چې دلته رڼا مـړه شمعې ډيــوې هم نـشته
په دې وحشي تورتم کې څنګه وه کليزه کرانې
ښه په ايمان وايه په خوار زړه به دې څه تېرېده
سږ دې زمونږ په چم کې څنګه وه کليزه ګرانې



منم چې دلته دتورتم لوى حاکميت تېر شوى
مـنم چـې دلــته خلــک لمــر اورڼـا نه پېژني
خدايږو ټول عمر يې بس دزهرو کنډولې څښلې دي
مــنم چـې دلــته خلــک مــينه خــندا نـه پيــژنــي



دلته دهــر کـلي په هرکور کې وبا خوره ده
دلته هر ځاى کې دغمونو او ويرونو داستان
دلــته دژونــد دپـــېدايښت کــليزه نشته ګرانې
دلته هر وخت وي دويرونو او مرګونو داستان




پـام چې خــفه نشــې خــفه نشــې خفـه جـانانه
زمونږ په څېر دې هرڅه غلي په زړکي تېروه
دخوار ژوندو ن او دقاتل خزان په کشمکش کــې
عــمر پــه تمــه انتظــار دورک ســـپرلي تېــروه

د شاعر نور شعرونه ←