د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10565 شعرونه
جعفر هاند

دجانان دناستي ځاى ته!

ترهغو ټولو ځـايـو وګــرځـــمـه
چې زما اشنا په کې قدم ايښى دى
اوس هغه ټولې دجنت ځمکې دي
هـغه چې تا په کې قدم ايښى دى



له هغه ځايه اوس هم نورورېږي
هغه چې تا په کې لمونځونه کول
هغه کوټه دسپينو حورو کور شوه
هـغه چې تا په کـې خـوبونه کــول



هغه ښوونځى دښاپېرو حرم شو
هغه چې تا په کې درسونه لوستل
هغه کتاب اوس دنړۍ شهکار دى
هغه چې تا په کې شعرونه لوستل



هـغه دوه سترګې دسـحر سـتوري شـوى
چې ستا په هجر کې يې نظر باى کړى و
اوس هغه زړه دعشق پر تخت ناست دى
چې ستا په مـينه کې يې سر باى کړى و




اوس هغه شونډې ښاپېرۍ ښکـلوي
چې ستا لاسونه يې ښکل کړي اشنا
اوس الاســونـه ټول جــهان تـه رسي
کوم چې ستا غاړې نه تاوو شوي اشنا



اوس هغه ځاى کې سره ګلونه شنه دي
تا چې په کوم ځاى کې لوظونه کړي
اوس هغه سر هسکه شمله ګرځېږي
چې ستا جنت غېږ يې خوبونه کړي



اوس هغه ستا غلام دمينې کرانې
ددې تمام جهان بادار ښکاري
هغه چې ښکلو پرې سلام نه کوو
اوس دجنت دحورو يار ښکاري

د شاعر نور شعرونه ←