د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10564 شعرونه
جعفر هاند

ايمان جانان ته!

دا نوې کال دې مبارک شه اول
نورې خبرې درته وروسته وايم
يو څو ټپې درته دمينې کووم
دغم سندرې درته وروسته وايم



په دې خفه نشې خفه جانانه
چې لږ ناوخته ستا سلام ته راغلم
چې بې ديدنه تش لاسونه ګرانې
سږ دې پو ښتنې ته ماښام ته راغلم



پام چې په زړه کې دې څه ونه ګرځي
چې زما له ياده به وتلې يي ته
چې بيا به هېڅ داستا پوښتنه نکړم
زما له پامه به لويدلې يي ته



قسم په خداى که مې له ياده وځې
جانان_جانان دې سم په زړه کې ساتم
هسې نه هېر مې شې کافر نشمه
لکه ايمان دې سم په زړه کې ساتم



په دې خفه نشې چې ولې ګرانې
سږ مې دنوي کال ډالۍ درنکړه
هغه داستا دمينې پور جانانه
دتېر په څېر ښکلې نتکۍ درنکړه



دا غريبي دې ورکه نوم دې و رک شي
ستا له يارۍ نه يې ويستلى يمه
په يو نظر چې مې ټول زړه باييللوو
ا جوارۍ نه يې ويستلى يمه

د شاعر نور شعرونه ←