پښتو ادب · شاعران
عبدالهادی عارض
د عبدالهادی عارض پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
د مینې نذرانهبشپړ شعر ولولئ
د مینې نذرانه
عبدالهادی عارض
پروت یم د اور په غیږ کې
خوځنده ئی لمبې دې
او ړم پری را او ړم
سری سکروټې ئی ښکله وم
تن او ځان پری سوه ځوم
د روان مې پورته غلبلی دې
ز ړگی مې په لړزا دی
کبابه مې سینه ده
پتنگ غوندی ځان پری کړه وم
سری سکروټې ئی ښکله وم
سوه ځیدنه زما هستې ده
دی هستې کې زما مستې ده
ځکه پری تپیږم ،که سوه ځیږم
په جام کې د سکروټو
یو غو ړپ ئی دلمبو
د مینې نذرانه ده
د مینې نذرانه ده
کابل
دمینې نذرانهبشپړ شعر ولولئ
دمینې نذرانه
عبدالهادی عارض
کابل
پروت یم داور په غیږ کې
خوځنده ئ لمبی دې
او ړم پری را او ړم
تن او ځان پری سوه ځوم
سری سکروټې ئ ښکلوم
د روان مې پورته غلبلی دې
ز ړ گی مې په لړزا دی
کبابه مې سینه ده
پتنگ غوندې ځان پری کړوم
سری سکروټې ئ ښکلوم
سوه ځیدنه زما هستې ده
دی هستې کې زما مستې ده
ځکه پری تپیږم،که سوه ځیږم
په جام کې دسکروټو
یو غو ړپ ئ دلمبو
دمینې نذرانه ده
دمینې نذرانه ده
زه څوک یمبشپړ شعر ولولئ
زه څوک یم
عبدالهادی عارض
زه څوک یم
یو اندیښمند.
دکاروان له اندیښنو سره
زما لیدو نورلیدلې
له تاریکو سره نا ا شنا یم
روح مې روښانه، بنیادمې پاک دې
د ویرانې سره نا پخلا یم
که زما وطن کې ظلم،زور دې
که هر لور ته د دربیلو څادر خپور دې
خو مقدسه ویښتیاکې ځلنده رڼا یم
ما په غیږکې راوړې نوی نړې ده
هغه کې عدل دې،انصاف دې اورڼا
نوی وخت یم نوی نسل
زاړه ټوله پاته شاه ته
زه روڼ ستورۍ د سبا یم
ځلنده رڼا یم
ځلنده رڼا یم
خپله ومبشپړ شعر ولولئ
خپله وم
عبدالهادی عارض
دلمر زینی وړانگی خپله وم
زما د چمن گو لونه مړاوی د ی
درڼو اوبو لاره لټو م
د لمر د کور په لوری ځم
چی لږ څه روښنا ئ راوبخښی
چی لږ څه توان دالو تنی راکړی
چی دیواځیتوب له تیارونه ازادسم
اود ر حمت د باران خبری راته وکړی
چی دویښو توپانونو ځغلده فریاد سم
دانسانی گډو اندیښنو په کاروان کی
په سفر کی د ز مان ځغلنده رڼا سم
د ذ هنیتو نو په تاریکو کی
په لو یه لاره د امیدونو
د لمر زرینی وړانگی لټوم
د لمر ذرینی وړانگی لټوم
کا بل