د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عبدالهادی عارض

زه څوک یم

زه څوک یم
یو اندیښمند.
دکاروان له اندیښنو سره
زما لیدو نورلیدلې
له تاریکو سره نا ا شنا یم
روح مې روښانه، بنیادمې پاک دې
د ویرانې سره نا پخلا یم
که زما وطن کې ظلم،زور دې
که هر لور ته د دربیلو څادر خپور دې
خو مقدسه ویښتیاکې ځلنده رڼا یم
ما په غیږکې راوړې نوی نړې ده
هغه کې عدل دې،انصاف دې اورڼا
نوی وخت یم نوی نسل
زاړه ټوله پاته شاه ته
زه روڼ ستورۍ د سبا یم
ځلنده رڼا یم
ځلنده رڼا یم

د شاعر نور شعرونه ←