پښتو ادب · شاعران
حمید ستانکزی
د حمید ستانکزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
11 خپاره شوي شعرونه
د میرَودَل لمنهبشپړ شعر ولولئ
د میرَودَل لمنه
حمید ستانکزی
هملته په سر د بام
د ولاړې کلا لوړه کې چې ناست و
د غره په ځنګانه باندې
تېکه لا ولاړه ده
کلا! تېکه لا ولاړه ده
تا به وېل هېڅکه نه زړېږي
د غره له ځنګانه نه یو مزل ورکښته
د لوګر د رود اوږو ته
د چنارو دنګې ونې
بادونو تخنولې
چې خنداوو به یې موږ ته
د ولاړې کلا لوړه کې
د وخت د تېرېدو سندره وېله
ورځ مو په مستیو بې باکیو
او باټو کې د هیلو
په خنداوو تېروله
چې راځوان شو نو ....
همدا به مو په ذهن کې ساتله
چېرې دی سکون ستا میرودله
د لوګر د سترګو توره سمندره
ولې دې هوس راته بدل کړ
او ته! لا اوس هم میرودل یې
چې هېڅکله نه زړېږې
نه ټيټېږې نه لړزېږې
خو دا موږ یو چې بدل شو
یو ځل بیا راته
د وخت د تېرېدو سندره سر کړه
یو ځل بیا دې ځنګانه کې
د چنارو د سندرو د انګاز
په خواره سیوري کې آرام را
په شنه سمسور لمنه کې آرام را
۰۶-۲۳-۲۰۱۰
د شنه کمیس مېرمنهبشپړ شعر ولولئ
د شنه کمیس مېرمنه
حمید ستانکزی
د شنه کمیس مېرمنه چا لیدلې
چې یې زېرمه د هارون وه راشکولې
د شنه کمیس مېرمن وړه نجلۍ ده
ناځوانې لوږې وه ښه ژېړه زبېښلې
له دېواله سره ناسته ګنج په غېږه
د هارون په شتو یې شپه وه اړولې
ما وېل اې د ګنج مېرمنې وړې سترګې!
څه دې دي راوړي په خوله غلې
حسادت مې نَفس څپې څپې درکاږي
ته وا شتو د دې نړۍ کې لمبدېلې
د سترګو دغه برق دې یو څه وایي
د دنیا ګنجونه تا په غېږ نیولي
په وړه ژپه ګفتار یې د مرغۍ کا
وایي دا څلور ډوډۍ یې راوبخښلي
هغه کس چې پدې لاره یې وه لاره
د خدای دوست او پريښته راغله په تلې
څوک حیران شي د ډودۍ دغه اثر ته
چې افغانه نجلۍ دومره پرې ویاړلې
قناعت د چا ډوډۍ د چا فساد دی
دنیاګۍ کې ښه او بد چا دي تللي؟
۰۶-۲۰-۲۰۱۰
تر سترګوبشپړ شعر ولولئ
تر سترګو
حمید ستانکزی
تر سترګو
وژني مې ښکلا دې چې ښورېږې مې تر سترګو
انځور دې دی که مې خیال مې چې راګرځې مې تر سترګو
په یوه لیده کاته مې آسمانونو ته ورکاږې
یا ځمکې تل ته کوز شم چې رادرومې مې تر سترګو
ترهوره شم له ځانه او بې باکه مې په کړنو
خبرې مې کږېږي چې درېږې مې تر سترګو
یو زه وای او یو ته وای پدې ځمکې د رازونو
دا راز مې راسپړلای چې خوږېږې تر سترګو
له ځنګله تر کنګله سمندر یا کوم ټاپو کې
او تاته رسېدلای چې غورځېږې مې تر سترګو
حمید ته وایم غلی په پردي اور لوبې مکړه
خو هېڅ نه ایسارېږم چې رسېږې مې تر سترګو
کرنیلي ږیرهبشپړ شعر ولولئ
کرنیلي ږیره
حمید ستانکزی
کرنیلي ږیره
په کوم غره کې شکاڼه پیدا کړه سپینه ناوې
چېرې شدوپۍ شوې غولانځورې غواوې
چېرې دی چنار ثریا ته پرې ختلئ وې
او چېرې هغه ښار چې په خلګو ننوتئ وې
چېري هغه سترګې د بلال افق لیدلئ و
چېري هغه تیګې د ابلیس نس یې څيرلئ و
چېرې هغه لاس د فرهاد غر یې ښودلئ و
چېرې هغه ژبه چې خسرو یې مین کړئ و
تا چېرته الفبا کړه چې دلته دې املاء کړه
تا کوم نیالی پاللئ چې یې شنه زما کلا کړه
چېرې هغه نفس ابلیس پکې موجود نوي
چېرې هغه ځمکه خدای ته کې سجود نوي
چېرې اوف و پف د افغان مدح یې کړې وي
او چېرې تورلېنګی په افغان یې لورولئ وي
چېرې سپوږمۍ راوړې د واورې پرخې لمر ته
چېرې چرګ آذان زرکو مسحې کړلې سر ته
شاباسی په تا کرنیلي ږیره ده پرېښې ده
مکتب د صیهونیزم شیطاني نخره دې کړې ده
فساد سره جګړهبشپړ شعر ولولئ
فساد سره جګړه
حمید ستانکزی
فساد سره جګړه
اې پلاره چې ته پلار یې له پلاره با وقار یې
منم چې چپ له نار یې د خدای رسول په لار یې
زوی مه پرېږده رشوت ته
زوی مه پرېږده فساد ته
اې مورې چې ته مور یې د خلق د سترګو تور یې
رښتیا چې چپ له اور یې د خدای رسول په لور یې
زوی مه پرېږده رشوت ته
زوی مه پرېږده فساد ته
اې خورې چې ته خور یې زموږ د غیرت شور یې
ملکه مو د کور یې او توره مو د زور یې
ورور مه پرېږده رشوت ته
ورور مه پرېږده فساد ته
اې وروه چې ته ورور یې یو ښه راته له کرور یې
د خدای رسول مشکور یې او تیر مو د توربور یې
ورور مه پرېږده رشوت ته
ورور مه پرېږده فساد ته
څیراغ یې د خپل کور مخ دې سپین ټکرۍ دې تور
د چا لور یې د چا خور او د چا د زړه ټکور
خاوند مه پرېږده رشوت ته
خاوند مه پرېږده فساد ته
له دې ځایه مو پیل دی له کوره چې هسته ده
ټولنه مو ښایسته ده فساد سره جګړه ده
تا نه پرېږدو رشوت ته
تا نه پرېږدو فساد ته
اختره راشهبشپړ شعر ولولئ
اختره راشه
حمید ستانکزی
په څېرو یې د وحشت دوړې خورې دي
یرغمل دي په سیخانو کې ایثار
له قفسه به په پښو راکښته نشي
آزادی ته به یې روح راځي په کار
قرباني چې خپل جلات ته شي تسلیم
بدن ورکړي ځان ترې اخلي په قمار
دا دنیا ورته شېبه شي زړه په تنګ
اسارت نه به غچ اخلي په تلوار
دا خو هېڅ دی سرپرست د کور چې ومري
هر ماشوم شي یرغمل د دغه دار
جګړه هم وړه دنیا ورته تبۍ کړي
د خولې ټک نشي ژوندون شي په ده بار
راشه سوله کړه درخپله ذکرالله شه
ژوند ډالۍ به تاته نشي بیا تکرار
بس کړه نور افغانه غوسه پرېږده
چې ژوندون لکه ځواني ده نوبهار
د پېړۍ عمر لا هم یوه شېبه ده
کال یې میاشت ده او اونۍ یې شین سهار
ولې نکړمه ډاګونه شین چمن زه
خدای راکړي دا لاسونه تل په کار
د ایشیا له زړه پوټۍ خاورې بادېږي
اوس کرمه زه ګلونه د ګلنار
قافله کې د آدم ته به وردانګم
شېبه دا ده چې تازه کړمه افکار
اختره راشه چې راځې نو دومره وکړه
د څیرې ګرېوانونو ستنه شه او تار
ما خو لارې دي څارلي ستا لپاره
لږې وچې کړه دا اوښکې د افګار
ولې نکړې یو دیدن د ماتو زړونو
چې لستوڼي یې شلېدلي دي په خار
ها چې عمر غورځېدلي یوې ګولې ته
ها چې سترګو کې یې نشته هېڅ قرار
راشه راشه چې دې ولمانځم په مینې
بیا مې مینه کړه ډالۍ له خلګو ځار
افسوسبشپړ شعر ولولئ
افسوس
حمید ستانکزی
دا افسوس دی
د خپګان کنده ده
چې غالبوزې لکه غلې
زموږ بڼ ته ننوزي
او شاپرکې بېروی
یا خو یوه دوه چیچي
چې لوېږي تر ګلپاڼو لاندې
بیا یې باد زموږ د یاد له څڼډې
په یوه ښووو ... وړي
خو زما له یاده یې نشي
ما یې خپلې کتابچې کې
انځور کاږلئ
او رنګوم یې مدام
ثابت قدمبشپړ شعر ولولئ
ثابت قدم
حمید ستانکزی
موږکانو کړلې مڼډې خپلو سوړو ته
دغه ګام ندی د تاش او د اوباش
لارښودي دی امانت د انسانیت
څوک نه وي پخته شوئ پدې داش
و هر چا لره یاران یې ګرد چاپېره
څه ښه وایي
هغه کاسه هغه آش
د چټاقو د کړیو کفتاران دي
له مردارې نه راکاږي یو یو قاش
ټیڼګ ایمان نه دې ځارېږمه زمریه
افغانانانو شاباسی دې په تا باش
 
;
پرنګیهبشپړ شعر ولولئ
پرنګیه
حمید ستانکزی
دلته هر یو بوټۍ هره ونه
هر دېوال مې هره غنه
هر لړم هره غومبسه
هر
ماشوم مې په ځانګو کې
هره پېغله هره ښځه
هر بوډا هره بوډۍ مې
پښتانه دي!؟
طالبان دي!؟
ټول رامړه کړه پرنګیه
نن ستا دکرکې وار دی!
د لدړې واورې منډبشپړ شعر ولولئ
د لدړې واورې منډ
حمید ستانکزی
پرمختللي عسکر راغله په دښمن پسې هلمند ته
د ودانې نړې
ښار نه د لدړې واورې منډ ته
عسکري جامې یې برېښي په زره کې دي رانغښتي
دا موټر دي که ټانکونه که قابونو کې رالوتلي
په شمېره کې دومره ګڼ دي ته وا دېو پسې راغلي
په نغمو یې انګازې کړې چې دېوان یې څملولي
منظم لښکرې سوق شو د بېدیا زړه یې کړ چيرې
سرې تبۍ ته شوله کښته چې دېوان یې تورېدلي
څه موټر دي څه عسکر جهازونه یې بغېږي
د
دښمن لښکرې نسته په مشنوغزو یې راولي
خالي دا سپېره شاړه سپېره خلګ یې حیران دي
دا کوم دېوان و دلته چې مېراین
ورپسې راغلي
هر لېونی وایي چې پخپل کار کې هوښیار دی
زه او ته یو خدای ساتلي چې موږ نه یو شرمېدلي