د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
حمید ستانکزی

تر سترګو

تر سترګو



وژني مې ښکلا دې چې ښورېږې مې تر سترګو



انځور دې دی که مې خیال مې چې راګرځې مې تر سترګو



په یوه لیده کاته مې آسمانونو ته ورکاږې



یا ځمکې تل ته کوز شم چې رادرومې مې تر سترګو



ترهوره شم له ځانه او بې باکه مې په کړنو



خبرې مې کږېږي چې درېږې مې تر سترګو



یو زه وای او یو ته وای پدې ځمکې د رازونو



دا راز مې راسپړلای چې خوږېږې تر سترګو



له ځنګله تر کنګله سمندر یا کوم ټاپو کې



او تاته رسېدلای چې غورځېږې مې تر سترګو



حمید ته وایم غلی په پردي اور لوبې مکړه



خو هېڅ نه ایسارېږم چې رسېږې مې تر سترګو

د شاعر نور شعرونه ←